د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د علمي څېړنې اووه ورځنی روزنيز ورکشاپ پرانيستل شوی


زده کوونکي د علمي څېړنې روزنيز په ورکشاپ کې د زده کړو پر مهال
زده کوونکي د علمي څېړنې روزنيز په ورکشاپ کې د زده کړو پر مهال

په پېښور کې د "مفکوره" په نامه څېړنيز مرکز د علمي څېړنې د زده کړې اووه ورځنی روزنيز ورکشاپ پرانيستی چې د خيبر پښتونخوا له بېلا بېلو سيمو سره اړه لرونکي ځوانان برخه پکې اخلي.

د اکتوبر له درېيمې څخه بيا د اکتوبر تر نهمې پورې په دې ورکشاپ کې هره ورځ بېلا بېل روزونکي له علمي څېړنو سره پر تړليو بېلا بېلو موضوعاتو درس ورکوي.

د دې څېړنيز ورکشاپ تابيا په داسې حال کې شوې چې له تيرو څه کم دوو کلونو راهيسې د خيبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان بېلابېلې تعليمي ادارې د کورونا وبا له کبله په وار وار تړل شوي وې او زده کوونکو پر کور زده کړې تر لاسه کولې.

د مفکورې مرکز مشر حيات روغانی وايي چې يو خوا کورونا وبا د زده کوونکو د زده کړې بهير اغېزمن کړ ځکه د ده په وينا د خيبر پښتونخوا په يوشمېر سيمو کې د انټرنېټ ستونزې شته. د نوموړي په وينا بلخوا د پوهنتون ځينې زده کوونکي د دوی مرکز ته وخت نا وخته ورتلل او په علمي چوکاټ کې به يې د خپلو څېړنو تر سره کولو په اړه پوښتنې ورڅخه کولې.

زده کوونکي د علمي څېړنې روزنيز په ورکشاپ کې د زده کړو پر مهال
زده کوونکي د علمي څېړنې روزنيز په ورکشاپ کې د زده کړو پر مهال

روغاني زياتوي، د دوی چاپېره هر څيز د يوې تحقيقي رويې غوښتنه کوي نو په همدې خاطر دوی د علمي څېړنې دا روزنيز ورکشاپ پرانيست.

"زموږ د اصل و نسل له بحث څخه واخله تر جديد علومو، سياسياتو، مذهبياتو او زيبا هنرونو پورې، پر هر قدم زموږ څخه دا غوښتنه کوي چې موږ يوه تحقيقي او څېړنيزه رويه مخ په وړاندې بوځو، ځکه چې خلک راځي او پر موږ شيان خرڅوي خو په موږ کې دا ماده نشته چې موږ يې پېژنو چې دوی پر موږ باندې څه خرڅوي؟ که هغه د مادې په شکل کې دي، که په غېرمادي شکل کې دي، که هغه د نظريې په شکل کې دي، که د عقيدې په شکل کې دي، خلک سودا راوړي او پر موږ يې خرڅوي."

د مفکورې مرکز تر اهتمام لاندې دې اووه ورځني څېړنيز ورکشاپ ته د پېښور پوهنتون د بېلا بېلو ښوونکو په ګډون د څېړنې په علم پوه ځينې نور ښوونکي او ليکوالان هم پر ځانګړو موضوعاتو درس ورکوي.

د پېښور پوهنتون يو ښوونکي ډاکټر دروېش اپرېدي مشال راډيو ته وويل چې په خيبر پښتونخوا کې د کورونا وبا او په يوشمېر سرکاري پوهنتونونو کې د ځينو مالي او انتظامي ستونزو له کبله د تدريس او زده کړې عمل اغېزمن شوی دی نو په همدې خاطر دا ډول علمي ورکشاپونو ته اړتيا ليدل کېږي.

"کله چې زده کوونکي رسمي تعليمي ادارو ته ځي نو دوی يو مضمون په داسې ډول لولي چې دا يو کار دی، دوی مجبوره دي او زده کول غواړي. خو چې کله دوی مفکورې ته ځي يا نورو ورکشاپونو، سېمينارونو او مطالعاتي غونډو ته ځي، نو په زده کوونکو کې هغه شوق تاسو ته ښکاري چې دوی له خپل کلاس نه بهر نورو کلاسونو ته هم ځي او خوشحاليږي. د مفکورې په زده کوونکو کې هم ما دغه شی احساس کړ او بيا د يو ښوونکي په حيث تا ته هم هغه درس خوند درکوي."

په پېښور کې د مفکورې په دفتر کې جوړ شوي دې ورکشاپ کې د پوهنتونونو او کالجونو پر زده کوونکو سربېره د څېړنې له علم سره تړليو شاوخوا ۳۵ کسانو ځانونه راجسټرډ کړي دي.

جاوېد ثاقب د باجوړ اوسېدونکی دی او د اسلام اباد په نړيوال اسلامي پوهنتون کې په ادبياتو کې د اېم فل زده کړې کوي. نوموړی وايي، د پوهنتون پرتله يې په دې څېړنيز ورکشاپ کې د تحقيق په اړه زياته زده کړه تر لاسه کړه.

"په هره څانګه کې چې څوک اېم فل کوي نو د تحقيق لپاره يوه موضوع ورکول کيږي چې پر هغه به مقاله ليکي او دا به په يوه ځانګړي چوکاټ يا علمي طريقه باندې ليکي. نو د هغه علمي يا ساينسي طريقې لپاره د تحقيق اصول زده کول يا ځان ورباندې پوهول ډېر ضروري دي. په پوهنتون کې چې کله موږ ته تحقيقي موضوع حواله شوې وه نو ځيني لارې را ښودل شوي وې خو په داسې طريقه نه وې راښودل شوي لکه په دا څو ورځو کې چې موږ دلته زده کړې. د تحقيق په برخه کې د پوهنتون په نسبت موږ دلته ډېره زده کړه وکړه."

مفکوره څېړنيز مرکز د ۲۰۲۰ز کال په جون کې خپل فعاليت پيل کړ او تر اوسه يې د يوشمېر کتابونو چاپولو تر څنګ پر بېلا بېلو موضوعاتو روزنيز ورکشاپونه، غونډې او بحثونه تر سره کړې دي.

دغه مرکز د ژبې او ادبياتو ترڅنګ د موسيقي، رسامي او يوشمېر نورو هنرونو په اړه هم وخت په وخت غونډې جوړوي. د مرکز مشران وايي چې په راتلونکې کې به هم د علمي څېړنې په اړه دا ډول روزنيز پروګرامونه تر سره کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG