د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې تعلیمي ادارې بیا پرانېستل کېږي


تر دې وړاندې یوازې نیمايي زده کوونکو ته اجازه وه چې سکولونو ته راشي. انځور- ارشیف
تر دې وړاندې یوازې نیمايي زده کوونکو ته اجازه وه چې سکولونو ته راشي. انځور- ارشیف

په پاکستان کې د کورونا د کنټرول مرکز د اکتوبر له ۱۱مې نېټې څخه په ټول هیواد کې د تعلیمي ادارو پرانستلو پرېکړه کړې ده.

د پاکستان د منصوبه بندۍ وزیر اسد عمر په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د اکتوبر پر اوومه په اسلام اباد کې د کورونا د کنټرول اینډ کمانډ سنټر په یوه غونډه کې فیصله وشوه چې په هیواد کې د کورونا د رنځورانو د شمېر راټیټېدو او په سکولونو کې د واکسین لګولو پروګرام تر بشپړېدو وروسته ټولې تعلیمي ادارې پرانستل شي.


نوموړی زیاته کړې چې د اکتوبر له ۱۱مې نېټې څخه به په تعلیمي ادارو کې د معمول زده کړې بیا پیل شي.

تر دې وړاندې یوازې نیمايي زده کوونکو ته اجازه وه چې سکولونو ته راشي.

په عین حال کې د کورونا د کنټرول مرکز ویلي چې په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۶ کسانو ژوند بایللې دی.

د سرکاري شمېرو تر مخه وایرس تر اوسه په دغه هیواد کې ټول ۲۸زره او ۳۲ کسان وژلي او نور ۱۲ لاکه او ۵۵ زره یې ناروغه کړي دي. خو ۱۱ لاکه او ۸۳ زره ناروغان ترې بیرته ښه شوي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG