د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان عوامي پارټۍ مرور غړي ولې له جام کماله د استعفا غوښتنه کوي؟


د بلوچستان عوامي پارټۍ مرور غړي ولې له جام کماله د استعفا غوښتنه کوي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:32 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په بلوچستان اسمبلۍ کې د واکمن ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ یوشمېر مرورو غړيو له اعلا وزیر جام کمال خان څخه د استعفا غوښتنه کړې ده. د ياد ګوند ځېنو صوبايي وزيرانو د اکتوبر پر شپږمه د بلوچستان ګورنر ته خپلې استعفاګانې هم وړاندې کړې. د بلوچستان عوامي پارټۍ يوشمېر وزيرانو او د اسمبلۍ غړيو له تيرو څو مياشتو راهيسې د ګوند د مشر او اعلا وزير پرضد کمپاين پيل کړی دی. دا چې له اعلا وزير سره د دغو مرورو غړيو د اختلاف بنيادي نکته څه ده؟ احمد شاه اعظمي په دې اړه د سياسي چارو له پوه او مشر خبريال شهزاده ذوالفقار سره مرکه کړې او په لومړي سر کې يې همدا پوښتنه ورڅخه کړې ده چې د بلوچستان عوامي پارټۍ يوشمېر وزيران او د اسمبلۍ غړي له اعلا وزيره ولې د استعفا غوښتنه کوي؟

XS
SM
MD
LG