د لاسرسي ځای

تازه خبر

شيخ رشيد: د کورونا واکسين جعلي سند جوړولو پرضد کارروايي کوو


د پاکستان د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد (انځور، ارشيف)
د پاکستان د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد (انځور، ارشيف)

د پاکستان کورنيو چارو وزیر وايي، د هغو خلکو خلاف یې کارروايي پيل کړې چې د کورونا واکسین جعلي سرټيفيکيټونه جوړوي.

شيخ رشيد د اکتوبر پر پينځمه په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې د ملک په بېلا بېلو برخو کې له ۴۰ زیات جعلي سرټيفيکټ جوړونکي او اخیستونکي نيول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې دا کار وفاقي تحقیقاتو اداره، (اېف اي اې) پرمخ بيايي: "موږ اېف اي اې ته ويلي دي چې د کووېډ-۱۹ جعلي سرټيفيکېټ جوړوونکو، د کووېډ جعلي واکسينو والا او نورو جعلي اسنادو جوړوونکو په خلاف کارروايي وکړي. ورته ويلي مو دي چې دغسي خلک ونيسي."

په خیبر پښتونخوا کې حکومت د اګست په میاشت کې اعلان کړی وو که یوڅوک د کورونا ټيسټ منفي نتيجه او يا هم د واکسين سرټيفيکېټ و نه لري نو د سېپټېمبر له ۳۰مې څخه به رسټورنټ، هوټل، تعليمي ادارو، واده هال، مارکيټونو، او نورو عامه ځایونو ته نه شي ننوتلی. همداراز په اورګاډو او الوتکو کې د سفر لپاره هم د کورونا وایرس ټيسټ او د واکسينو سرټيفيکېټ لازمي کړل شوی دی.

د خیبر پښتونخوا د صحت وزارت د عامې روغتيا د برخې مشر،‌ ډاکټر اکرام الله خان د اکتوبر پر شپږمه مشال رېډيو ته وويل چې هېڅوک بايد جعلي سند جوړ نه کړي ځکه چې دا نه یوازې نه منل کېږي بلکې سند جوړونکي او سند اخیستونکي دواړو ته سخته سزا کېدلی شي.

نوموړی وايي:"په مردان، سوات، پېښور او ځينو نورو ځايونو کې داسې شوي وو چې خلکو ته جعلي سرټيفيکېټونه ورکړل شوي وو. د ځينو کسانو نوکريانې ختمې شوې او ځيني نور نيول شوي دي. خلک بايد پوه شي چې جعلي سرټيفیکېټونه پېژندل کېږي، په هوايي‌مېدان او يا بل هېڅ ځای کې نه منل کېږي نو پکار ده چې په جوړولو یې ځان تکليف نه کړي."

د سرټيفيکېټ‌ اخيستلو طریقه

په پاکستان کې د کورونا وایرس واکسين وړيا دي. البته که څوک درېيمه اضافي يا بوسټر ستنه لګوي نو د صحت وزارت ترمخه هغه په ۱۲۷۰ روپۍ ده. د ټيسټ نتيجه اړونده ليبارټري او د واکسينو سرټيفيکېټ د واکسینو د مرکز په هم اهنګۍ د نادرا دفتر ورکوي.

کراچۍ کې د واکسینو مرکزونو کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:16 0:00

د مومندو، جميل خان چې د کورونا وایرس واکسينو تر کولو وروسته یې سرټيفيکېټ اخیستی، مشال رېډيو ته وویل چې د واکسينونو تر کولو او بیا یې اړونده اسناد اخیستو پورې هر څه ډېر په اسانه ترسره کېږي.

هغه زیاتوي:"د واکسین له اول ډوز يوه میاشت وروسته دوهم ډوز کېږي. ما دواړه ستنې ولګولې. هېڅ بد اثر یې راباندې نه دی کړی. چې دواړه ستنې ولګوي نو بیا دې د شناختي کارډ نمبر او نور معلومات د واکسینو له مرکزه د نادرا دفتر ته ورځي. هغوی دې د موبايل مېسج له لارې خبروي چې له ویبسایټ یې د واکسینونو سرټيفییکېټ ډاونلوډ کړ. نو ډېره اسانه طریقه یې ده."

په پاکستان کې د کورونا واکسین دوې ستنې لګېږي چې یوه یې تر بله يوه میاشت یا درې اوونۍ مخکې لګول کېږي.

د دې وایرس په اړه د معلوماتو رسوونکې حکومتي ويب پاڼې ترمخه په پاکستان کې د اکتوبر تر شپږمې پورې يودېرش نيم لکو کسانو په بشپړ ډول د کورونا واکسين شوي دي. همداراز ۶۲ لکو وګړو يوه ستنه لګولې ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG