د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا واکسین د جعلي اسنادونو خلاف پلټنې کوو: اېف ای اې


پېښور کې د کورونا واکیسن لګولو بهیر: جولای، ۲۰۲۱ز کال
پېښور کې د کورونا واکیسن لګولو بهیر: جولای، ۲۰۲۱ز کال

د پاکستان وفاقي تحقیقاتي ادارې (اېف ای اې) ډایریکټر ثنا الله عباسي د سېپټېمبر پر ۲۷مه په اسلام اباد کې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې دوی د هغو کسانو خلاف پلټنې پیل کړي دي چې د کورونا واکسین جعلي سرټیفیکېټونه جوړوي او خرڅوي يې.

نوموړي پر دغه وخت دا هم وویل په تېرو دوو میاشتو کې یې په ټول هېواد کې د داسې ۴۱ کسانو خلاف ابتدایي تحقیقاتي رپوټونه (اېف ای ار) درج کړي دي چې په غېر قانوني توګه یې د کووېډ-۱۹ واکسینو سرټیفیکېټونه جوړول او له هغو کسانو هم معلومات کوي چې د ځانونو لپاره یې د واکسین جعلي سرټیفیکېټونه جوړ کړي دي.

اېف ای اې د سېپټېمبر پر ۲۷مه پر خپله ټوېټر پاڼه ورکړي دي چې دوی د جعلي سرټیفیکېټونو د جوړوونکو خلاف د یوi منظم څارونکي نظام لاندې کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د کورونا وایرس مخنیوي لپاره د واکسینو د روان مهم پر مهال داسې خبرونه مخې ته راغلي چې په ځینو ځایونو کې د واکسینو جعلي سندونه جوړ شوي دي.

په داسې حال کې چې د پاکستان منصوبه بندۍ او د ترقۍ وفاقي وزیر اسد عمر ویلي چې په هېواد کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ خلاف واکسینو په مهم کې تر ۲۰ میلیون زیات کسان په مکمل ډول واکسین شوي دي.

د ده په وینا، حکومت هدف لري چې سږ کال تر پایه ۷۰ میلیونه کسان په مکمل ډول واکسین شي.

خو په تېرو دوه یا درو میاشتو کې د واکسینو جعلي سرټیفیکېتونو خبرونو د مهم د کامیابۍ او موثروالي په اړه اندېښنې پیدا کړې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG