د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې دوه طالبان وژل شوي


که څه هم تراوسه د یادو پېښو مسولیت چا نه دی منلی، خو له دې وړاندې د یو شمېر پېښو مسولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستې و. انځور- ارشیف
که څه هم تراوسه د یادو پېښو مسولیت چا نه دی منلی، خو له دې وړاندې د یو شمېر پېښو مسولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستې و. انځور- ارشیف

په ننګرهار کې یوې ځایي سرچینې ویلي چې د نامعلومو وسله والو په برید کې دوه طالبان وژل شوي او درې ولسي وګړي ژوبل دي.

له مشال رېډیو سره په خبرو کې د دوی وینا وه چې پېښه د اکتوبر پر شپږمه سهار شاوخوا ۷ بجې د جلال اباد ښار د لغمان په هډې سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

تر اوسه رسمي سرچینو په دې اړه څه نه ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر پینځمه شپه مهال د ننګرهار د کامې ولسوالۍ په قلعه اخوند سیمه کې د دغه ولایت د کوز کونړ د ولسوال حمزه پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه وشوه چې د روغتیایي سرچینو د معلوماتو له مخې، د دغې پېښې له سیمې د ولسوال حمزه په ګډون څلور ټپیان سیمه ییز روغتون ته وړل شوي چې ټول طالبان دي.

په دې وروستیو کې جلال اباد ښار کې هدفي وژنو، وسله والو بریدونو او بمي چاودنو زور اخیستی چې خلک یې اندیښمن کړي دي.

که څه هم تراوسه د یادو پېښو مسولیت چا نه دی منلی، خو له دې وړاندې د یو شمېر پېښو مسولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG