د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو سرپرست حکومت د خپلمنځیو ناندریو پایله ده: ګویتېرېش


(ښی-کین) د طالبانو مشر ملا هبت‌الله، د رئیس‌الوزرا مرستیال ملا برادر او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي
(ښی-کین) د طالبانو مشر ملا هبت‌الله، د رئیس‌الوزرا مرستیال ملا برادر او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي

د ملګرو ملتونو جنرل سېکرېټري وايي، طالبان خپلمینځي ناندري لري، ځکه خو و نه توانېدل چې ټول‌-ګډونه حکومت اعلان کړي.

انتونیو ګویتېرېش له سي‌ اېن‌ اېن ټېلېویژن سره په مرکه کې وویل، د طالبانو اعلان شوې سرپرسته کابینه ټول‌-شموله نه‌ده.

ګویتېرېش وايي، که طالبان غواړي نړۍ یې په رسمیت وپېژني، باید د نړیوالې ټولنې مهمو ارزښتونو ته درناوی وکړي.

د ملګرو ملتونو جنرل سېکرېټري زیاتوي: "موږ ګورو چې ټول‌ګډونه حکومت د طالبانو د خپلمینځي اختلافاتو له امله جوړ نه‌شو. څه چې اعلان شول د یوه ټول‌ګډونه حکومت لپاره وروستۍ پرېکړه نه‌ ده. زما په اند د افغانستان وضعیت د وړاندوينې وړ نه‌ دی، په داسې یو حالت کې باید د دې هېواد په مسایلو کې ونډه ولرو او د هغو افغانانو چې ځورېږي، لاسنیوی یې وکړو. دا معلومه نه‌ ده چې موږ بریالي کېږو، که نه، خو دا زموږ دنده ده چې هلته واوسو او خدمت وکړو."

د ملګرو ملتونو جنرل سېکرېټري انتونیو ګویتېرېش
د ملګرو ملتونو جنرل سېکرېټري انتونیو ګویتېرېش

انتونیو ګویتېرېش د افغانستان د روان وضعیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، دا سازمان نه‌شي کولای هغه ستونزې په لنډ وخت کې پای ته ورسوي چې نړیوالو متحدینو یې د سلګونه زرو عسکرو او د اربونو ډالرو په لګښت سره په تېرو ۲۰ کلونو کې حل نه‌کړې.

د هغه اشاره په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزې، د یوه ټول‌شموله حکومت جوړېدل او د بشري حقونو په ګډون نورو ارزښتونو ته درناوی وو.

د ملګرو ملتونو سرمنشي افغانستان ته د بشرپالو مرستو په دوام ټینګار وکړ، خو دا یې هم وویل، که طالبان غواړي نړۍ یې په رسمیت وپېژني، باید د نړیوالې ټولنې مهمو ارزښتونو ته درناوی وکړي او اجازه ورنه‌کړي چې دا هېواد یو ځل بیا د ترهګرو په خوندي ځالې بدل شي.

خو طالبان بیا په خپلو لیکو کې اختلاف نه‌مني.

د دوی مطبوعاتي غړي بلال کریمي مشال راډیو ته وویل، مشران‌یې خپلمینځي ناندري نه‌لري او د چارو د پرمخبیولو لپاره بشپړ همغږي دي.

کریمي وايي: "زه ویلی شم چې اسلامي امارت اوس په خپلو ټولو چارو کې بشپړ یو موټی دی. ټول مسؤلان خپلو دندو او اهدافو ته ژمن دي او هېڅ ډول عوارض نه‌شته."

د ملګرو ملتونو جنرل سېکرېټري داسې مهال د طالبانو په لیکو کې د اختلاف خبره کوي چې له دې وړاندې هم ګڼو رسنیو د دې ډلې ترمنځ د حکومت د جوړېدو په تړاو د خپل‌منځي اړیکو د کړکېچ په اړه راپورونه خپاره کړي وو.

دا راپورونه تر دې کچې و چې ګنې په ارګ کې د طالبانو د رئیس‌الوزرا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حقاني شبکې د غړو ترمنځ شخړه شوې.

خو خپله ملا برادر او دغه‌شان سراج‌الدین حقاني چې اوس‌ مهال د کورنیو چارو سرپرست وزیر دی، دا ادعاوې رد کړې.

XS
SM
MD
LG