د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالب وسله والو د تاجکستان پر پوله ''یو افغان وژلی او یو یې نیولی دی''


د افغانستان- تاجکستان پوله
د افغانستان- تاجکستان پوله

د رپوټونو ترمخه طالب وسله والو هغه مهال یو افغان وژلی او یو نیولی چې تاجکستان ته یې د تښتېدو هڅه کوله.

له تاجکستان سره پر پوله پروت بدخشان ولایت اشکاشیم ښار کې یوې سرچینې د اکتوبر پر درېیمه مشال رېډیو ته وویل، دا پېښه یوه ورځ وړاندې هغه مهال شوې چې طالب وسله والو په دغه سیمه چاپه ووهله او له هېواده وتونکي خوا اوشا ۲۰۰۰ افغانان یې بیرته خپلو کورونو ته په ستنولو مجبوره کړل.

په بدخشان کې تاجکستان ته اوښتونکي افغانان وايي له دوو میاشتو راهیسې په دغه سېمه کې ګېر پاتې دي او تاجک سرحدي ځواکونه د وراوښتو اجازه نه ورکوي.

تاجکستان ته تښتېدونکي یو تن وویل طالبان یې په زور ټرکونو ته خېژوي او کابل ته یې ستنوي. دا تن وايي چې طالبان په دې خلکو کې ځايي کسان او په خاصه توګه د پنجشیر اوسېدونکي لټوي.

په بدخشان کې د طالبانو په مشرۍ انتظامیې په دې اړه لا هم څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG