د لاسرسي ځای

تازه خبر

د راشد خان له استعفا وروسته محمد نبي د افغان کرکټ لوبډلې مشر ټاکل شوی


راشد خان (د شا لخوا) او محمد نبي (د مخ لخوا) - (ارشيف)
راشد خان (د شا لخوا) او محمد نبي (د مخ لخوا) - (ارشيف)

وروسته له هغه چې راشد خان د اعتراض په توګه د افغانستان د ۲۰ اووريزې کرکټ لوبډلې له مشرۍ استعفا ورکړه، د افغانستان کرکټ بورډ وايي، محمد نبي به‌ یې پر ځای لوبډلمشر وي.

کرکټ بورډ تېره شپه ناوخته (د سېپټېمبر پر نهمه) پر خپله فېسبوک پاڼه اعلان خپور کړ چې د راشد خان استعفا منظوروي او پر ځای یې محمد نبي عیساخېل د لوبډلمشر او نجیب‌ الله ځدراڼ‌ یې د مرستیال په توګه ټاکلي دي.

راشد خان پرون (د سېپټېمبر پر نهمه) په دې اعتراض کې چې د ۲۰ اووريزه نړیوال جام لپاره د لوبډلې په غوره کولو کې له ده سره مشوره نه‌ ده شوې، له لوبډلمشرۍ استعفا ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ یو شمېر زاړه لوبغاړي چې پخوا پرې اعتراضونه کېدل، د ۲۰۲۱ز د ۲۰ اووريزه نړيوال جام سیالیو لپاره په لوبډله کې ځای کړي او ټینګار لري چې په دې لوبډله کې بدلون نه‌ راولي.

د کرکټ د نړيوالې شورا په وينا، د ۲۰ اووريزه نړيوال جام سيالۍ به د روان ۲۰۲۱ز کال د اکتوبر له ۱۷مې پيلېږي. دا سيالۍ به په متحده عرب اماراتو او عمان کې تر سره کېږي. د دې سياليو پايلوبه به د نومبر پر ۱۴مه په دوبۍ کې کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG