د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت دا رد کړه چې د بهرنیو ځواکونو ژباړونکي یې عدالت ته حاضر کړي


د طالبانو د دوحې دفتر ویاند محمد نعیم د اکتوبر پر دویمه په یوه ټویټ کې وویل چې دوی محکمې ته هیڅ یو پخوانی ترجمان نه دی حاضر کړی او نه یې هم چاته ویلي چې حاضر شي.
د طالبانو د دوحې دفتر ویاند محمد نعیم د اکتوبر پر دویمه په یوه ټویټ کې وویل چې دوی محکمې ته هیڅ یو پخوانی ترجمان نه دی حاضر کړی او نه یې هم چاته ویلي چې حاضر شي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت هغه راپورونه رد کړي چې یو شمیر هغه کسان یې امنیتي ادارو ته حاضر کړي چې په دې هیواد کې یې له بهرنیو ځواکونو سره د ژباړونکو په توګه کارونه کړي دي.

د طالبانو د دوحې دفتر ویاند محمد نعیم د اکتوبر پر دویمه په یوه ټویټ کې وویل چې دوی محکمې ته هیڅ یو پخوانی ترجمان نه دی حاضر کړی او نه یې هم چاته ویلي چې حاضر شي.

تردې مخکې د هالېنډ "اېن او اېس" ټلویژن راپور ورکړی و چې طالبانو له هغو افغانانو غوښتې چې محکمې ته حاضر شي کومو چې د هالېنډیانو لپاره د ژباړونکو په توګه کارکړی وو.

د خبر له مخې ځینې ژباړونکي پټ دي او د طالبانو د یوه لیک له مخې، که دوی ځانونه تسلیم نه کړي د هغوی د کورنیو غړیو ته به د دې لپاره سخته سزا ورکړي چې بيا نورو ته هم عبرت شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG