د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هرنايي خلکو په کوټه کې مظاهره وکړه


د بلوچستان هرنايي ضلعې اوسیدونکو په سیمه کې د تعلیم او روغتیا د اسانتیاوو لپاره د اکتوبر پر دوهمه هم خپل لاریون ته ادامه ورکړه.

دوی دا لاریون له کوټې څخه ۱۸۰ کلومیټره لرې د هرنايي څخه پیل کړی و او د یوې اوونۍ له مزله وروسته دوی د اکتوبر پر لومړۍ نېټه کوټې ښار ته ورسېدل. کوټې ته په رسېدو دوی د پریس کلب مخې ته د احتجاج په ډول پرلت وغځولو.

مظاهره چیان وايي، سیمه یې د تعلیم، روغتیا او برېښنا له اسانتیاوو نه بې برخې ده او د ځوانانو لپاره د روزګار انتظام نشته.

د لاریون یو ګډونوال حاجي خداي داد مشال راډیو ته وویل چې ددوی نور هېڅ عزایم نشته، بس د خپلو بچو د ښایسته سباوون، تعلیم او د سیمې د پرمختیا لپاره په احتجاج راوتلي دي.

بلخوا له سیمې څخه د حکومتي ګوند غړي وايي، د هرنايي لپاره د پرمختیا په یو شمېر منصوبو کار کوي. بلوچستان د ملک تر ټولو لویه او په وسیلو غني سیمه ده خو د پرمختیا، تعلیم او روغتیا په څانګو کې د پاکستان د نورو سیمو پرتله ډېره وروسته پاتې شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG