د پېښور په فقیراباد کې د سېپټېمبر پر ۳۰مه وسله والو يو سيک وژلی دی.
د پېښور فقير اباد پوليس تاڼې يو چارواکي د سېپټېمبر پر ۳۰مه مشال راديو ته وويل چې د سيک حکيم سردار سنتام سینګ خالصه د وژنې رپورټ یې درج کړی. خو دا لا روښانه نه ده چې ايا هغه د شخصي دښمني له وجې وژل شوی او که دا د ترهګرۍ پېښه وه.
د سیکانو یوې ټولنې یوه استازي ګورپال سینګ د سېپټېمبر پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل چې تر دې وړاندې په پېښور کې تر ۱۲ زیات سيکان په هدفي بريدونو کې وژل شوي.
د دوی ټولنې له حکومته غوښتنه وکړه چې په پېښه کې ککړو کسانو ته دې سزا ورکړي. د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان پولیسو ته د پېښې د عاملینو د نیولو امر کړی.