په کوټه کې له تېرو درېوو ورځو راهیسې د زده کوونکو لخوا د انلاین داخلې ټېسټونو پرضد احتجاجي پرلت روان دي.
د کوټې پرېس کلب مخې ته دا احتجاج د سېپټېمبر ۲۹مه تر سره شو چې پکې د پوهنتونونو او کالجونو ګڼو زده کوونکو برخه لرله.
پر دې مهال یوه زده کوونکي افتخار حسین مشال راډیو ته وویل، "زموږ غوښتنه دا ده چې د بلوچستان په مېډیکل کالجونو کې داخله د انلاین له لارې نه بلکې په پخوانۍ طریقه واخيستل شي."
دغه زده کوونکي بیا وايي، تر هغو خپل احتجاج نه ختموي چې غوښتنې یې نه وي منل شوې.
د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شاهواني د زده کوونکو غوښتنه سمه وبله او ویې ویل چې په دې اړه به د پاکستان میډیکل کمیشن له چارواکو سره خبرې کوي.
په بلوچستان کې زده کوونکي د صوبې په میډیکل کالجونو کې د داخلو پر طریقه کار له تېرو درېيو میاشتو راهیسې په احتجاج دي. د سېپټېمبر پر ۲۴مه یو شېمر زده کوونکي د احتجاج پر مهال د پولیسو لخوا نیول شوي ول چې وروسته یې بیا خوشې کړل شو.
د فېسبوک تبصرې