د لاسرسي ځای

تازه خبر

که الوتنې پيل نشي، ویزې مو سوځي: خوستوال


خوستوال وايي، که پروازونه نور هم وځنډېږي، د عربي هېوادونو د سلګونو مساپرو ویزې به وسوځي.
خوستوال وايي، که پروازونه نور هم وځنډېږي، د عربي هېوادونو د سلګونو مساپرو ویزې به وسوځي.

د افغانستان د خوست ولایت یو شمېر هغه اوسېدونکي چې په عربي هېوادونو کې کار او مزدوري کوي او وطن ته په رخصتۍ راغلي، وايي چې د رخصتیو وخت يې پوره شوی، خو د هوايي پروازونو د نشتون له کبله دوی نه شي کولای عربي هېوادونو ته د کار او مزدورۍ لپاره ورشي.

په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته دې هېواد ته، تر ډېره نړیوال هوايي پروازونه بند شوي دي.

بل لوري ته په خوست کې طالب چارواکي وايي، د ویزه لرونکو خوستوالو یادې ستونزې يې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او د یو شمېر عربي هېوادونو له چارواکو سره شریکې کړي او دوی تمه څرګندوي، چې دا ستونزه به ژر هواره شي.

خوست او لویه پکتیا چې په عربي هېوادونو کې زرګونه مساپر لري، د هغوی له جملې وطن ته راغلي ویزه لرونکي کسان له څه مودې راهیسې هوايي پروازونو ته په تمه دي، تر څو بیرته اړوندو هېوادونو ته لاړ شي.

دوی انديښنه څرګندوي، که پروازونه نور هم وځنډېږي، د عربي هېوادونو د سلګونو مساپرو ویزې به وسوځي او له دې کبله به ډېر شمېر کورنۍ هغه د څه نا څه ګټې وټې ځای هم دلاسه ورکړي.

یادو خوستوالو د سېپټېمبر پر ۲۸مه مشال راډیو سره په خبرو کې له طالبانو او د عربي هېوادونو له چارواکو وغوښتل، چې دوی ته د تګ لاره چاره پیدا کړي.

"نوم مې قسمت الله مندوزی دی، د اسلامي امارت او د بهرنیو هېوادونو له مسوولینو مو جدي غوښتنه ده چې هلته مو په یخچالونو کې مړي پراته دي، په جیل خانو کې مو بندیان دي، هغه دې را انتقال شي، دلته مو چې کوم مساپر دي، دا هم ډېر په تکلیف دي، اقتصادي وضع يې ډېره کمزورې شوې ده، بل دا خبره کوم چې طیاره کویټ او قطر ته تللی شي، به هغې کې بهرنیان تللی شي، نو دا افغانان ولې په کې نشي تللی؟"

دوی وايي، که چیرې دوی ته د واپسۍ څه چاره جوړه نه شي، نو هلته د استوګنې د سند په ورکولو له دوی ډېرې پیسې غواړي.
دوی وايي، که چیرې دوی ته د واپسۍ څه چاره جوړه نه شي، نو هلته د استوګنې د سند په ورکولو له دوی ډېرې پیسې غواړي.

ویزه لرونکي خوستوال وايي، په پیل کې د کورونا ناروغۍ له وچې بندیزونو او وروسته بیا په افغانستان کې د نظام په بدلون سره ډیری نړیوال هوايي پروازونه بند شوي او د دوی د ستنیدنې مخه يې نیولې ده.

یو بل کس ولي نیازی وايي، که چیرې دوی ته پرواز برابر نه شي، نو د دوی ویزې خرابېږي.

دی زیاتوي، افغانانو ته بهرنیان دا ګوته نیسي چې دوی کورونا واکسین نه دي لګولي، حال دا چې اوس هېڅ مساپر هم د کورونا واکسین له لګولو نه دی پاتې.

له پاکستانه د خوراکي توکو او درملو مرسته خوست ته ورسېده

خوست: طالبانو پر سړکونو او حکومتي ودانيو مخې ته خنډونه ليرې کول پیل کړي

فرهنګي چارې دې بیرته چټکې شي: خوستي فرهنګیان

د خوست سیمه‌ییز چارواکي: د غلام خان بندر له لارې سوداګري زیاته شوې

ویزه لرونکي کاکو جان وویل، د ګاونډیو هېوادونو په شان افغانان هم نړیوالو سره تعامل او اړیکو ته ضرورت لري او په هغو پسې يې ډیر کارونه بند دي:

"دا اته میاشتې کېږي چې سعودي عرب نه راغلی یم، شپږ میاشتې رخصتي مې وه، اتو میاشتو ته ورسېده، ویزې مو ختمې دي، رخصتۍ مو ختمې دي، هېڅ د پروازونو پته نه لګېږي، اماراتو نه خواهش لرو چې موږ ته دې پروازونه خلاص کړي، عجیبه ده له پاکستانه پرواز شته، له ایران او تاجکستان څخه پروازونه خلاص دي، د افغانستان پروازونه ولې نه خلاصېږي. "

حبیب منګل یو بل کس دی چې له عربي هېوادونو کور ته په رخصت راغلی، خو د رخصتۍ هغه قانوني وخت يې لا دمخه پوره شوی دی.

دی وايي، که چیرې دوی ته د واپسۍ څه چاره جوړه نه شي، نو هلته د استوګنې د سند په ورکولو له دوی ډېرې پیسې غواړي چې هغه يې بیا له وسه پورته دي.

دوی وايي، د ګاونډیو هېوادونو په شان افغانان هم نړیوالو سره تعامل او اړیکو ته ضرورت لري.
دوی وايي، د ګاونډیو هېوادونو په شان افغانان هم نړیوالو سره تعامل او اړیکو ته ضرورت لري.

بل لوري ته په خوست کې طالب چارواکي وايي، د ویزه لرونکو خوستوالو یادې ستونزې يې له اړوندو ادارو سره شریکې کړې دي.

د طالبانو لخوا خوست والي مولوي محمد نبي عمري وویل: "د اسلامي امارت په کچه دې کې شک نه شته چې مشرانو نورو هېوادونو سره تماسونه نیولي دي، نو دا خلک چې ټول اسناد لري، د هغو ملکونو اقامي لری، دوی هم باید په دې کې همکاري وکړي، ځکه دا هم خوار، غریب او مسکین خلک دي، دغه وروڼه چې دلته انتظار دي، هغه هغو هېوادونو ته چې اسناد يې لري، هلته يې بوځي."

له وروستیو پنځه لسیزو په ځانګړې ډول د خوست زرګونه خلک په ځانګړي ډول عربي هېوادونو کې په کار او مزدورۍ بوخت دي.

دوی عموماً په شپږ میاشتنیو رخصتیو کې کورونو ته راځي، پخوا ډېر تګ او راتګ د پاکستان په لاره وو، خو اوس وخت کې ډیری مساپر په کابل تګ او راتګ کوي.

تر هغه وروسته چې د خوست هوايي ډګر پرانیستل شوی، څو ځلې مساپر دې ولایت ته راغلي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG