د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستانه د خوراکي توکو او درملو مرسته خوست ته ورسېده


پاکستاني چارواکي وايي، په دې الوتکه کې ۱۲ ټنه خوراکي توکي او درمل په کې وو، چې د کابل او کندهار وروسته خوست ته هم راوړل شول.
پاکستاني چارواکي وايي، په دې الوتکه کې ۱۲ ټنه خوراکي توکي او درمل په کې وو، چې د کابل او کندهار وروسته خوست ته هم راوړل شول.

پاکستان د سېپټېمبر پر ۱۱مه په یوه پوځي الوتکه کې د خوراکي توکو او درملو مرسته خوست ته لېږلې ده.

تر کابل او کندهار وروسته خوست درېیم ولایت دی چې د پاکستان لخوا ورته مرستې لیږل کېږي او مسوولین تمه څرګندوي چې د مرستو دا بهیر به روان وساتل شي.

په خوست کې طالب چارواکو یاده مرسته وستایله او له نورې نړۍ هم وغوښتل، چې د افغانستان کمزوري اقتصادي حالت ته په کتو دې، افغانانو سره بشري مرستې وکړي.

د یادو مرستو د هرکلي په خاطر د خوست هوايي ډګر ته یو شمېر طالب چارواکي او د بېلابېلو ادارو مامورین ورغلي ول.

د خوست لپاره د طالبانو مرستیال والي محمد دین شاه مهبت مشال راډیو ته وویل، د افغانستان د خلکو اقتصادي کمزورتیا ته په کتو دا د پام وړ مرسته ده.

ده وویل، "دا مرسته له څو ورځو جاري ده او ځینو نورو ولایتونو ته هم تللې ده، نن د دوی دلته پرواز وو، چې د درملو او خوراکي توکو مرسته يې دلته راوړه، دلته اقتتصادي مشکلات دي او د افغانستان ولس د نړۍ بشري مرستو ته اړتیا لري. "

د یادو مرستو د هرکلي په خاطر د خوست هوايي ډګر ته یو شمېر طالب چارواکي او د بېلابېلو ادارو مامورین ورغلي ول.
د یادو مرستو د هرکلي په خاطر د خوست هوايي ډګر ته یو شمېر طالب چارواکي او د بېلابېلو ادارو مامورین ورغلي ول.

په خوست کې طالب چارواکو په نورې نړۍ هم غږ وکړ، چې جګړه ځپلې افغانستان له خلکو سره هر ډول مرستې وکړي.

د طالبانو لخوا د خوست د ولایت مقام د رسنیو د برخې مسوول اختر محمد عکرمه وايي، دا د مرستو د بهیر پیل دی او یو شمېر نورو هېوادونو هم د مرستو ژمنې کړې دي.

ده وویل، "نورو ملکونو باندې هم زموږ دا غږ دی، چې نړۍ دې افغانستان سره مرستې وکړي، ځکه بې وزله او جنګ ځپلی هېواد دی، له دوی مو خواست دی چې خپلې مرستې ونه سپموي او زیاتې مرستې ورسره وکړي. "

د پاکستان لخوا یو مسوول کس چې مرستو سره خوست ته راغلی وو او نه يې غوښتل نوم يې واخېستل شي، رسنیو ته وویل، په دې الوتکه کې ۱۲ ټنه خوراکي توکي او درمل په کې دي، چې د کابل او کندهار وروسته خوست ته هم راوړل شول.

نوموړي وویل، د افغانستان سره د دوامداره مرستو په پار پاکستان هېواد د سېپټېمبر پر درېیمه یو ځانګړی پروګرام جوړ کړی چې د هغې په چوکاټ کې به دا ډول مرستې دوام پیدا کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG