د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: طالبانو پر سړکونو او حکومتي ودانيو مخې ته خنډونه ليرې کول پیل کړي


طالبان ادعا کوي چې د خنډونو او کنکريټي دېوالونو ليرې کولو کار يې د ځايي خلکو په غوښتنه پیل کړی دی.
طالبان ادعا کوي چې د خنډونو او کنکريټي دېوالونو ليرې کولو کار يې د ځايي خلکو په غوښتنه پیل کړی دی.

پر خوست تر قبضې وروسته طالبانو په ښار کې د سړکونو، ملکي او پوځي ادارو مخې ته جوړ کنکریټي دېوالونو او خنډونو د لیرې کولو بهیر پیل کړی دی.

په تېر وخت کې حکومتي ادارو او پوځي ارګانونو د وسله والو بریدونو او بمي چاودنو د مخینوي په خاطر د یوشمېر سړکونو او ادارو مخې ته کنکریټي دېوالونه او خنډونه درولي ول.

د خوست ځینې اوسېدونکي دا ګام ستايي او وايي چې له دې سره به ښار پراخ شي او د خلکو او موټرو ګڼه ګوڼه به کمه شي.

طالبان دې د ښار د امنیت ټینګولو، د نامسووله او مخ پټو وسله والو د تګ او راتګ د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.
جمال تڼی

د ښار اوسېدونکي موسا احسان د اګست پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، د ښار په کوڅو او سړکونو کې سېمټي موانعو او اغزنو تارونو خلکو ته ستونزې جوړې کړې وې: "دا چې مخکې ښار کې ډېرې موانع وې، دا سړکونو کې پخوانیو چارواکو سمټي دیوالونه ايښي وو، اوس که دا موانع لیرې شي، نو د خوست دا کوچنی ښار به ورسره لوی شي، تګ راتګ به ورباندې اسانه شي، هغه بیړني ناروغان چې مخکې روغتونونو ته نشوای رسیدلای، اوس به په اسانۍ رسېږي. "

د خوست د ښاري اتحادیې مشر جمال تڼی د ښار له کوڅو، سړکونو او دولتي ادارو له مخې د موانعو لیرې کیدل یو ښه ګام بولي، خو غوښتنه کوي چې طالبان دې د دې تر څنګ د ښار د امنیت ټینګولو، د نامسووله او مخ پټو وسله والو د تګ او راتګ د مخنیوي، د پوځي رېنجرو او هاموي موټرو د بې ځایه استعمال چې د ښاریانو د مزاحمت، وېرې او اندېښنې سبب ګرځي د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

طالبان وايي، د سړکونو او کوڅو څخه د موانعو د لیرې کېدو څخه موخه داده چې خلکو ته اسانتیاوې پیدا کړي. په خوست کې د طالبانو د والي مرستیال مولوي محمدالدین شاه موهبیت وايي، چې دا کار يې د خلکو او مشرانو په غوښتنه پیل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر ۱۵مه طالبانو کابل ونیو او اوسمهال په پلازمېنه کې له بېلا بېلو سیاسي مشرانو سره د راتلونکي نظام پر جوړولو خبرې کوي. طالبان وايي، یو ټولشموله حکومت جوړول غواړي.

XS
SM
MD
LG