د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه څېړنې بیا پیلوو: نړیواله جنايي محکمه


نړیواله جنايي محکمه
نړیواله جنايي محکمه

د نړیوالې جنایي محکمې څارنوال اعلان کړی چې په افغانستان کې د جنګي او بشریت ضد جرمونو په اړه د څیړنو د بیا پیل لپاره د بیړني واک غوښتنه کوي، چې زیات پام به یې د طالبانو او له داعش ډلې سره تړاو لرونکو ځایي وسله والو کړنو ته وي.

څارنوال کریم خان د سېپټېمبر پر ۲۷مه په یو بیان کې د عدالت ججانو ته دغه خواست په افغانستان کې تېره میاشت د طالبانو د کنټرول ترلاسه کولو د وروستیو پرمختګونو په رڼا کې کړی چې هغه اندېښنې هم څرګندوي چې ګنې په افغانستان کې خپلواکې پلټنې نه شي کېدای.

د جرمونو نړیوال عدالت ججانو له کریم خان وړاندې د تېر کال (۲۰۲۰ز) په مارچ مياشت کې پخوانۍ څارنوالې فاتو بېنسودا ته هم د پلټنو اجازه ورکړې وه خو له دغې اجازې لږ وروسته دا پلټنې په کابل کې د اشرف غني په مشرۍ د لرې کړل شوي حکومت په خواست ودرول شوې. دا په داسې حال کې وه چې دوی پخپله هم هلته د جنګي جرمونو څېړنې کولې.

په دغو څېړنو کې هغه سرغړونې هم شاملې وې چې په مبینه توګه افغان حکومتي سرتېرو، طالب وسله والو او له ۲۰۰۲ز کال راهیسې امریکایي ځواکونو کړې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG