د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي ایران اټومي بټیو ته د لاسرسي اجازه نه ده ورکړې


د ایران په نطنز کې اټومي بټۍ - انځور له ارشیفه.
د ایران په نطنز کې اټومي بټۍ - انځور له ارشیفه.

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (ای اې اي اې) ويلي، ایران نړیوالو پلټونکو ته اجازه نه ده ورکړې چې د بټیو د تولید ورکشاپ ته لاسرسی ومومي.

دې ادارې د سېپټېمبر پر ۲۶مه په یوه بیان کې وویل چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې تهران ته نېږدې د کاراج اټومي بټیو تولیدي ورکشاپ ته لاسرسی رد کړ.

د سېپټېمبر پر ۱۲مه د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره له شوي تړون سره سم ایران موافقه وکړه چې د خپلو اټومي مرکزونو د څارګرو کېمرو د مرمت لپاره نړیوالو څارونکو ته اجازه ورکوي چې په دې توګه د حساسو مرکزونو ویډیو رېکارډولو عمل دوام ولري.

دې ادارې وویل چې د سېپټېمبر له ۲۰مې تر ۲۲مې پورې ایرانیو پلټونکو ورته د کاراج کمپليکس پرته اجازه ورکړه چې د نظارت او څارنې الاتو ته بيا کتنه وکړي او په "ټولو اړینو ځایونو" کې د معلوماتو ذخيره کولو وسايل بدل کړي.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې تازه راپور پر داسې مهال خپور شوی چې د نړیوالو قدرتونو او ایران ترمینځ خبرې اترې چې د اټومي تړون د بیا ژوندي کولو په هدف ترسره کېدې اوس له ځنډ سره مخامخ دي.

د امريکا پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ۲۰۱۸ز کال په مې مياشت کې خپل هېواد له اټومي موافقي وایست او پر تهران یې اقتصادي بندیزونه بحال کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG