د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان په عمومي اسمبلۍ کې ګډون او وینا نه شي کولای. ملګري ملتونه


د ملګرو ملتونو ویاند سټيفن دوجاریک ویلي طالبان په عمومي اسمبلۍ کې ګډون او وینا نه شي کولای.
د ملګرو ملتونو ویاند سټيفن دوجاریک ویلي طالبان په عمومي اسمبلۍ کې ګډون او وینا نه شي کولای.

د ملګرو ملتونو ویاند سټيفن دوجاریک ویلي طالبان په عمومي اسمبلۍ کې ګډون او وینا نه شي کولای.

سټيفن دوجاریک ویلي د سېپټمبر پر ۲۷مه به په عمومي اسمبلۍ کې په رسمي توګه غلام محمد اسحاقزی د افغانستان په استازیتوب وینا وکړي.

اسحاقزی د افغانستان د تېر حکومت سفیر و چې لا پر خپلې څوکۍ پاتې دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په لیک کې له هغه غوښتي چې د طالبانو استازي ته په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون او وینا اجازه ورکړي.

د ملګرو ملتونو د اعتبار بښنې کمېټۍ هم د افغانستان په تړاو کومه ناسته او پرېکړه نه ده کړې، په دې معنی چې د افغانستان د پخواني حکومت استازی غلام محمد اسحاقزی په خپل ځای دی.

د رپورټونو له مخې طالبانو د خپل سیاسي دفتر غړی او ویاند سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د خپل سفیر په توګه معرفي کړی چې لا ورسره ملګرو ملتونو موافقه نه ده کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG