د لاسرسي ځای

تازه خبر

مالي هیواد د یاغیانو ضد جګړې لپاره د روسي شخصي کمپنیو مرستو ته مخه کړې: لاوروف


سېرګې لاوروف د سېپټمبر پر ۲۵مه په نیو یارک کې د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر کې یوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال زیاته کړه چې له دې سره د روسي حکومت هيڅ کار نشته خو دا کار په قانوني توګه شوی دی.
سېرګې لاوروف د سېپټمبر پر ۲۵مه په نیو یارک کې د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر کې یوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال زیاته کړه چې له دې سره د روسي حکومت هيڅ کار نشته خو دا کار په قانوني توګه شوی دی.

د روس د بهرنیو چارو وزیر سيرګې لاوروف وايي چې د افریقايي هيواد مالي پوځي واکمنو په هغه هيواد کې له اسلامپاله یاغیانو سره د جګړې لپاره د روس د شخصي کمپنیو مرستو ته مخه کړې ده.

سېرګې لاوروف د سېپټمبر پر ۲۵مه په نیو یارک کې د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر کې یوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال زیاته کړه چې له دې سره د روسي حکومت هيڅ کار نشته خو دا کار په قانوني توګه شوی دی.

دا کار په داسې حال کې شوی چې د مالي هیواد پوځي چارواکو ته اروپايي ټولنې ، فرانس ،او جرمني خبرداری ورکړی وو چې د اسلامپاله سخت دريځو پرضد د جګړې لپاره دې د روسي شخصي سکيورټي کمپنۍ واګنر خدمات نه اخلي.

باور کيږي چې د واګنر کمپنۍ واک د روسي ولسمشر ولاديمير پوتین نيږدې ملګري ایوګيني پریګوژین په لاس کې دی.

په روس کې شخصي پوځي ادارې غیر قانوني دي خو د څيړونکو په اند په دې نيږدې کلونو کې واګنر کمپنۍ په بهرنيو هیوادونو کې د کريملن اهدافو پوره کولو کې مهم رول لوبولی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG