د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سومالیا کې ځانمرګي برید اته تنه وژلي


دغه چاودنه چې په موغادېشو کې له صدارتي محل سره نېږدې شوې ذمه واري یې الشباب ترهګرې ډلې منلې ده.
دغه چاودنه چې په موغادېشو کې له صدارتي محل سره نېږدې شوې ذمه واري یې الشباب ترهګرې ډلې منلې ده.

د سومالیا په پلازمینه موغادېشو کې نن (د سېپټېمبر پر ۲۵مه) په یو ځانمرګي برید کې د دوو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه اته تنه وژل شوي دي.

دغه چاودنه چې په موغادېشو کې له صدارتي محل سره نېږدې شوې، ذمه واري یې الشباب وسله والې ډلې منلې ده.

د پېښې له ځایه د پولیسو یو ویاند رسنیو ته ویلي چې د دغې چاودنې مرګ ژوبله زیاتېدای شي ځکه چې په خبره یې ځینې وژل شوي او ژوبل کسان خپلوانو له ځانه سره وړي دي.

د پولیسو ویاند ویلي، په پېښه کې د ځانمرګي په ګډون اته تنه وژل شوي دي چې پکې یوه ښځه او د هغې دوه ماشومان هم شامل دي.

الشباب له کلونو راهیسې پر ولسي وګړو او حکومتي ځواکونو بريدونه کوي چې هدف يې په دې هېواد کې سخت مذهبي قوانين نافذول دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG