د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې چاودنې یو طالب وژلی


تر دې دمه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.​ انځور- ارشیف
تر دې دمه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.​ انځور- ارشیف

د افغانستان د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې چاودنې یو طالب وژلی او د څلور ولسي وګړو په ګډون یې اووه تنه ټپي کړي دي.

پېښه د سېپټېمبر پر ۲۵مه سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار امیر شهید بڼ ته نېږدې په ګلدان کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

د ننګرهار یوې روغتیایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته تایید کړه چې له دې پېښې سیمه ییز روغتون ته د یوه طالب مړی او درې طالبان او څلور ولسي وګړي په ټپي حالت کې ور وړل شوي دي.

تر دې وړاندې ځایي سرچینو ویلي وو چې په پېښه کې کوم چاته زیان نه دی اوښتی او په سیمه کې اورېدل شوې ډزې طالبانو کړې دي چې هوايي وې.

تر دې دمه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی، خو تېره اوونۍ چې د شنبې او یکشنبې په ورځو کې پر له پسې چاودنې شوې وې، مسوولیت یې اسلامي دولت وسله والې ډلې منلی و.

په هغو چاودنو کې اته تنه وژل شوي ول او تر ۲۰ زیات ژوبل ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG