د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې حکومتونه ولې "بې ثباته" وي؟


په بلوچستان کې د حکومت په وړاندې داسې حالت رامنځ ته کېدل لومړی ځل نه دی بلکې زیاتره حکومتونه له هم داسې حالت سره مخامخ اوسېدلي دي. 
په بلوچستان کې د حکومت په وړاندې داسې حالت رامنځ ته کېدل لومړی ځل نه دی بلکې زیاتره حکومتونه له هم داسې حالت سره مخامخ اوسېدلي دي. 

په بلوچستان کې که څه هم د وزیراعلا لرې کولو لپاره د حکومت مخالفه ګوندونو د عدم اعتماد هڅه بریالۍ نه شوه خو د حکومتي ګوند یو شمېر د اسمبلۍ غړي لا هم له وزیراعلا خفه دي.

هغوی په شریکه د اکتوبر تر لومړۍ اوونۍ وزیراعلا جام کمال ته وخت ورکړی چې د دوی شکایتونه لرې کړي ګنې نو د اپوزېشن ګوندونو په ملاتړ به یې د عدم اعتماد قرارداد له لارې له چوکۍ لرې کړي.

په بلوچستان کې د حکومت په وړاندې داسې حالت رامنځ ته کېدل لومړی ځل نه دی بلکې زیاتره حکومتونه له هم داسې حالت سره مخامخ شوي دي.

په ۱۹۷۰ز کال کې د بلوچستان صوبې له جوړېدو راهيسې یوازې جام محمد یوسف پکې د پوځي امر پرویز مشرف په واکمنۍ کې له ۲۰۰۲ز څخه تر ۲۰۰۷ز پورې وزیراعلا پاته شوی وو.

په پاتې ۱۵ اعلا وزیرانو کې یوه هم خپله پينځه کلنه اییني موده نه ده پوره کړې. په دوی کې ځینې د پوځي کودتاوو او ځینې په خپل حکومت کې دننه د اختلافاتو له کبله لرې کړل شوي دي.

اوس پوښتنه دا ده چې په دې صوبه کې حکومتونه ولې په استحکام سره خپلې اییني پينځه کلنې مودې نشي پوره کولای؟

د صوبې پر حالاتو نظر لرونکی خبریال او شنونکی شهزاده ذوالفقار وايي، د دې مهمه وجه دا ده چې په بلوچستان کې تل مخلوط حکومتونه وي.

د ده په وینا، د بلوچستان په تاریخ کې کله هم یوه ګوند په یوازې سر خپل حکومت نه دی جوړ کړی بلکې تل پر نورو ګوندونو تکیه کوي.

ده وویل، "که پيپلز ګوند راشي، که مسلم لیګ ن راشي، که ق لیګ وي، هغوی ټول غواړي له نورو سره حکومتونه جوړ کړي خو بیا مشکل دا وي چې صوبه وړه ده او اتحادیان ډېر وي، هر ګوند لومړی وزارتونه غواړي او بیا چې وزارتونه ورکړل شي نو وايي ښه وزارت راکړئ او بیا وروسته وايي چې بل وزارت راکړئ."

د سیاسي چارو پوه او لیکوال محمد علي تالپور وايي، تر مخلوط حکومت لا هم مهمه وجه دا ده چې د ده په وینا، اسټېبليشمېنټ پکې ګوتې وهي.

ده وویل چې یوازې په ۱۹۷۲ز کال کې د عطاالله مېنګل په مشرۍ داسې حکومت جوړ شوی وو چې لږ ډېر پکې د ولس د رایې اغېز وو ،خو هغه یې هم په منځ کې بیرته ختم کړی وو.

محمد علي‌ تالپور وویل چې اسټېبليشمېنټ د خپلو ضرورتونو او خواهشاتو پر اساس په بلوچستان کې حکومتونه جوړوي او ړنګوي.

تالپور زیاته کړه چې، "د هغوی د ضرورتونو پر اساس دا هر څه کېږي، چې کله ریساني ( نواب اسلم ریسانی) د هغوی ضرورت نه پوره کوي نو بیا بل څوک راشي، مالک (ډاکټر عبدالمالک بلوڅ ) یې نه پوره کوي نو بیا زهري (نواب ثنالله زهري) راشي، چې هغه یې نه پوره کوي نو بیا یې لرې کړي، قدوس (عبدالقدوس بزنجو) راشي او بیا الیاني (جام کمال الیاني) راشي. دا ټول کارونه د راولپينډۍ په حکمونو چلېږي."

ټولو حکومتونو پر خپل وخت دا تورونه په سختۍ رد کړي‌ چې ګواکې د دوی په راوستلو کې د اسټېبليشمېنټ څه رول وي.

خو زیاتره ګوندونه چې اپوزېشن ته لاړ شي نو بیا د هغه وخت پر حکومت تور پورې کوي چې ګواکې د اسټېبليشمېنټ په خوښۍ راغلی یا واکمن شوی دی.

په بلوچستان کې زیاتره وخت یوازې وزیراعلا نه دی بدل شوی بلکې پوره کابینه ورسره بدله او یا هم حکومت له منځه تللی او پر ځای یې بل حکومت راغلی دی.

په دې موضوع کې بله مهمه پوښتنه دا هم ده چې په حکومت کې د بدلون له کبله د صوبې پر ترقیاتي کارونو څه اغېز پرېوزي او که نه؟

د پښتونخوا ملي‌ عوامي‌ ګوند د حکومت پر وخت د تعليم او اطلاعاتو پخوانی وزیر عبدالرحیم زیارتوال وايي، حکومتونه چې د ولس د مسلو حل ته په سنجیدګۍ تګلارې جوړې کړي، پر هغه د شخصیتونو د بدلون اثر نه پرېوزي.

خو له ۲۰۱۳ز څخه تر ۲۰۱۸ز کاله پښتونخوا ملي عوامي ګوند هم په هغه مخلوط حکومت کې شامل وو چې د واکمنۍ پر مهال یې د وزیراعلا تر څنګ په کابینه کې یو شمېر بدلونونه شوي وو.

د رحیم زیارتوال وال په وینا، دې بدلونو یې حکومتي پالېسۍ نه وې متاثره کړې.

زیارتوال وویل، "په بنیادي‌ توګه زموږ هغه هم یو مخلوط حکومت وو، د یو تړون له مخې ټاکل شوې وه چې دوه نیم کاله به یو وزیراعلا وي او دوه نیم کاله به بل وي، یو وزیراعلا په خپله خوښه لاړی او بل په خپله خوښه راغلی، د حکومت په توګه چې موږ کومې تګلارې جوړې کړې وې، په هغه کې مو څه بدلون نه دی راوستی او نه هم د وزیراعلا د شخصیت له هغه سره څه تعلق وو."

په بلوچستان کې دا وخت د وزیراعلا جام کمال په مشرۍ د بلوچستان عوامي ګوند، پاکستان تحریک انصاف، عوامي نېشنل ګوند، هزاره ډیموکراټیک ګوند، بلوچستان نېشنل ګوند عوامي‌ او جمهوري وطن پارټۍ مخلوط حکومت دی.

XS
SM
MD
LG