د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان په چارو غږېدلي


پاکستان وايي، دواړو استازو سېپټېمبر پر ۲۳مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د غونډې په څنډه کې سره لیدلي.
پاکستان وايي، دواړو استازو سېپټېمبر پر ۲۳مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د غونډې په څنډه کې سره لیدلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له خپل امریکايي سیال انتوني بلینکېن سره په خپل لومړي ملاقات کې د افغانستان پر چارو خبری کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې دواړو استازو د سېپټېمبر پر ۲۳مه نېټه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د غونډې په څنډه کې سره لیدلي دي.

په ملاقات کې شاه محمود قریشي وویل چې د امریکا او پاکستان ترمینځ نیزدې تړون د سیمې د استحکام لپاره ګټه ور دی. نوموړي زیاته کړی چې نړۍ باید له افغانستانه د ګوښه کېدو تېروتنه تکرار نه کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکېن پر خپلې ټويټر پاڼې ليکلي چې له قریشي سره يې د دوه اړخيزې همکارۍ او د افغانستان د راتلونکي په اړه خبرې وکړې.

بلینکېن له ملاقاته وروسته خبریالانو ته ویلي طالبان غواړي چې نړیواله ټولنه یې ومني او مرسته ورسره وکړي خو له نړیوالو سره اړیکې به د دوی پر کړنو اډاڼه لري.

نوموړي زياته کړې چې له پاکستان، چین او روسیې سره تر خبرو وروسته هغه په دې باور دی چې نړۍ پر طالبانو په فشار اچولو کې په یوه خوله ده.

د پاکستان او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو دا ملاقات په داسې حال کې ترسره شوی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تیره اونۍ ویلي وو ، چې امریکا به په راتلونکو اوونیو کې له پاکستان سره خپلې اړیکې بیا ارزوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG