د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو له عامه بخښې سره سره غچ اخیستوونکې وژنې کړې: ملا یعقوب


طالبان په کابل ښار کې د ګزمې پر مهال
طالبان په کابل ښار کې د ګزمې پر مهال

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب په یوه غږېزه پیغام کې منلې چې طالبانو له دې سره سره چې عمومي عفوه‌ یې اعلان کړې، غچ اخیستوونکې وژنې کړې دي.

په دې پیغام کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی دی، ویل شوي چې ځیني کسان د طالبانو له لوري وژل شوي دي.

ملا یعقوب زیاتوي: "په دې وروستیو کې دوه یا څو پېښې وشوې، په ځینو برخو کې په خپل سر کسان وژل شوي دي. دوه یا درې تنه وژل شوي. اسلامي امارت عمومي عفوه اعلان کړې ده او هېڅ مجاهد حق نه‌ لري چې د عفوې ژمنه ماته کړي او یا د هغې خلاف غچ واخلي."

ملا یعقوب دا خبرې خپلو وسله‌ والو کسانو ته په خطاب کې کړې دي.

د طالبانو د مطبوعاتي دفتر یوه مسؤل بلال کریمي دا غږېزه پیغام په خپله ټویټرپاڼه کې خپور کړی دی.

د پیغام په یوه برخه کې طالبانو ته سپارښتنه شوې چې له زغمه کار واخلي.

طالبانو د اګسټ پر ۱۵مه یعنې شاوخوا یوه نیمه میاشت پخوا کابل ونیوه.

دوی د کابل له نیولو څو ورځې وروسته عمومي عفوه اعلان کړه او ویې‌ویل، له هغو کسانو سره چې په مخکېني حکومت کې یې کار کړی او هغو کسانو سره چې له نړیوالو ځواکونو سره‌یې دنده لرلې وه، کار نه‌لري.

خو د ملګرو ملتونو د هغه سند پر اساس چې د اګسټ پر ۱۹مه خپور شو، طالبانو د هغو کسانو د موندلو او نیولو لپاره چې له پخواني حکومت یا بهرنیانو سره‌ یې کار کړی دی، کور په کور تلاشۍ زیاتې کړې دي.

همداراز په کندهار کې د بې‌ شمېره انتقامي وژنو راپورونه ورکړل شوي دي، خو له دې سره سره طالبان د کابل له نیولو وروسته هڅه کوي چې افغانانو او نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړي چې د سولې او د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د پراخ‌بنسټه حکومت د جوړېدو غوښتونکي دي.

نړیوالې ټولنې له طالبانو غوښتي چې بشري حقونه، په تېره بیا د ښځو حقونه رعایت کړي.

خو طالبانو تر اوسه پورې په خپله کابینه کې هېڅ ښځې ته ځای نه‌ دی ورکړی او له دې کبله د دوی پر حکومت انتقادونه شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG