د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د طالبانو واکمني: 'جرمونه او هدفي وژنې په زياتېدو دي'


ارشیف، کابل ښار
ارشیف، کابل ښار

کابل کې د طالبانو په واکمنۍ کې جنايي جرمونه او هدفي وژنې هم په زياتېدو دي.

د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکي په اندېښنې سره وايي، د طالبانو په لومړۍ دوره کې جرمونه د پام وړ راښکته شوي وو، خو دا ځل‌ يې په راتګ سره لا هم کابل کې جنايي پېښې ترسره کېږي.

د کابل یو اوسېدونکی ګل حسين وايي، د سې شنبې په ماښام موټرسايکل سپرو کسانو چې پر موټرسایکل‌ یې د طالبانو بيرغ هم لګولی و، د ده ورور او د ورور زوی په ډزو ويشتي چې ورور يې ټپي او وراره‌ يې وژل شوی دی.

دی په دې پېښه طالبان ملامتوي.

ګل حسین زیاتوي: "پرون هغه مهال چې ورور مې له وراره سره خپلې هټۍ يا ایسکریم پلورنځي ته روان وو، ناپېژانده موټرسايکل سپاره ورته پټ وو، دی یې څاره او وروسته‌ يې مخې ته راووتل، د طالبانو بيرغ هم ورسره وو، زما ورور يې په دوه مرميو ټپي کړ او وراره مې شهيد کړ. هېڅوک له دا ډول خلکو پوښتنه نه‌کوي چې څوک او څه کاره ياست."

ارشیف، د غلا په تور یو شمېر نیول شوي کسان
ارشیف، د غلا په تور یو شمېر نیول شوي کسان

د کابل ښار بل اوسېدونکی منير چې د کابل په کارتې نو سیمه کې د معاملاتو د لارښوونې دفتر لري هم له ورته پېښې سره مخ شوی.

دی وايي: "د معاملاتو د لارښوونې دفتر لرم. هلکان له رکشا ښکته شول او دکان ته دننه راغلل. اول مې فکر وکړ چې پېرېدونکي دي. توپنچه‌ يې راباندې راوويستله. موبايل‌يې رانه یووړ. له طالبانو غواړم چې د دا ډول خلکو مخه ونيسي."

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په کابل کې جنايي جرمونو او هدفي وژنو خلک اندېښمن کړي دي.

د کابل ښار بل اوسېدونکی محمد اياز وايي، د طالبانو په راتګ سره هم جنايي پېښې ختمې نه‌شوې.

محمد ایاز وویل: "سره له دې چې يوه وېره موجوده وه چې طالبان به هغه خلکو ته سزا ورکوي چې وژنو او جنايي جرمونو کې ښکېل دي، خو له بده مرغه په وضعيت کې بدلون نه‌ دی راغلی او ورځ تر بلې جرمونه مخ په زياتېدو دي."

کابل ښار کې یو وسله‌وال طالب
کابل ښار کې یو وسله‌وال طالب

خو د طالبانو د رسنیز دفتر غړي بلال کريمي مشال راډيو ته وويل، د امنيتي پېښو د راکمولو لپاره هڅې روانې دي: "هر چېرې چې کومه پېښه کېږي د اسلامي امارت مجاهدین ورسره جدي چلند کوي. مزاحمت له‌منځه وړي. موږ ډېرې داسې پېښې لرو چې مجرمينو په‌کې نيول کېږي او د قانون منګولو ته سپارل کېږي."

د راپرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ حکومت کې جنايي جرمونه وروستي حد ته رسېدلي وو. د طالبانو له راتګ سره هم‌مهاله هيله دا وه چې کچه به‌يې راټيټه شي، خو لا هم خلک په بیلابیلو ښارونو کې د جنايي پېښو څخه شکایت کوي.

که څه هم په دې اړه کره شمېرې لا په لاس کې نه‌شته او نه اړوندو ارګانونو کوم ارقام خپاره کړي دي.

XS
SM
MD
LG