د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت تسلیمول د شانګهای سازمان اجنډا کې نشته: مسکو


د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډه کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په انلاین بڼه ګډون
د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډه کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په انلاین بڼه ګډون

د شانګهای همکارۍ سازمان لپاره د روسیې استازی وايي، د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنه د دې سازمان په اجنډا کې شامله نه‌ ده، خو له دغه ځواک سره چې اوس په افغانستان کې واک په لاس کې لري، تماسونه نیسي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د شانګهای همکارۍ سازمان لپاره د روسیې استازي بختیار حکیموف د سېپټېمبر پر ۲۳مه په یوه انلاین کنفرانس کې وویل: "طالبان په روسیه کې د یوه ترورېستي تحریک په توګه غیر قانوني دي، خو اوس دا یو حقیقت دی چې د طالبانو تحریک واک په لاس کې لري. نوی موقت حکومت‌ یې جوړ کړی. په اوس وخت کې په اجنډا کې د دوی د رسمیت پېژندلو مسئله نه‌ده مطرح، خو له هغو کسانو سره چې واک ته رسېدلي دي، د دې لپاره چې هغوی په رغنده دیالوګ کې شامل شي، تماسونه نیول کېږي."

ده دا هم وویل چې د شانګهای د همکارۍ سازمان له افغانستان سره د اقتصادي رغونې او په سیمه‌ییزې همکارۍ کې د ګډون لپاره ملګرتیا ته تیار دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG