د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې پوځ په هدفي بریدونو کې ککړ د یوه وسله وال د وژلو ادعا کوي


لوړپوړي امنیتي چارواکي ادعا کوي چې په میرلي کې یې د پټو اطلاعاتو په بنیاد عملیاتو کې په هدفي وژنو کې ککړ یو وسله وال صفي الله وژلی دی.

چارواکو د نوم څرګندونو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وژل شوی وسله وال په میرلي کې د موسکي سیمې اوسېدونکی وو او په هدفي وژنو مشهور وو.

د پاکستان پوځ عامه اړیکو څانګې هم رسنیو ته استولي بیان کې ویلي چې په میرلي کې یې د خپلو عملیاتو په ترڅ کې کمانډر صفي الله وژلی دی. د امنیتي چارواکو د معلوماتو ترمخه پر وژل شوي وسله وال د تره ګرۍ یوشمېر مقدمې کښل شوې وې.

امنیتي او پولیس چارواکي وايي چې کمانډر صفي الله د فرورۍ پر ۲۲مه نېټه په میرلي کې د یوې غیر سرکاري ادارې د څلورو ښځینه کارمندانو په وژنه کې هم ککړ وو.

د شمالي وزیرستان پولیسو مشر شفيع الله ګنډه پور مشال ریډیو ته وویل چې وسله وال صفی الله دوی ته په یوشمېر مقدمو کې مطلوب وو. ګنډه پور څو ورځې وړاندې له مشال ریډیو سره په خبرو کې دا هم ویلي ول، چې په هدفي بریدونو کې ککړ کسان به انجام ته رسوي. د نوموړي په وینا چی زر به په میرلي کې د ترهګرۍ مخنیوي پولیس تاڼه جوړه شي.

XS
SM
MD
LG