د لاسرسي ځای

تازه خبر

بر دیر کې ځمکنۍ شخړه: نهه تنه مړه اته ژوبل


د بر دیر ضلعې په براول سیمه کې د ځمکې پر سر په لانجه کې د دوو ډلو ترمینځ د جرګې پرمهال د ډزو په پېښه کې نهه تنه وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي.

د بر دیر د پولیسو د سپېشل برانچ یوه چارواکي مشال رېډیو ته وویل چې پېښه نن غرمه د براول په بانډه ګۍ کلي کې رامینځ ته شوي ده. د نوموړي په وینا د ځمکې لانجې پر سر جرګه روانه وه چې په دغه مهال ډزې وشوې. دی زیاتوي په پېښه کې ډېری وژل شوي د دواړو غاړو مرکچیان دي.

تر پېښې وروستو ځايي خلکو له مړو سره پر سړک احتجاج هم وکړو خو د ضلعې د چارواکو لخوا په دغه پېښه کې د ککړو کسانو د نیولو او سزا کولو په باور احتجاج پای ته ورسېد.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر معظم جا انصاري د دغه پېښې نوټس اخستی دی او پولیس چارواکو ته یې د جرګو پر مهال د امنیت یقیني کولو هدایات ورکړې دي.

همدا اوس یوڅو ورځې وړاندې د سېپټېمبر پر ۱۶مه د کوز دیر په تورمنګ دره کې د دوو ډلو ترمینځ په جنازه کې د ډزو پر مهال نهه کسان وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي ول.

دغه جګړه د دوو ځایي اوسېدونکو ملک جهانزېب او شیرین اکبر ترمینځ د ځمکې پر لانجه شوې ده چې بېګاه تر ناوخته روانه وه.

په قبایلي سیمې کې په دا وروستیو کې د ځمکو پر سر شخړې او په هغه کې د مرګ ژوبلو کچه بېخي زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG