د لاسرسي ځای

تازه خبر

کواټ کې د ګوزڼ ټیم د یوه بدرګه پولیس تر وژلو پس دفعه ۱۴۴ لګېدلې


کواټ ښار: تصویر له ارشیفه
کواټ ښار: تصویر له ارشیفه

کواټ کې د سېپټېمبر پر ۱۹مه (یکشنبه) د ګوزن مخنيوي ډلې د یوه بدرګه پولیسوال تر وژنې وروسته په ياده ضلعه کې نن د سېپټېمبر پر ۲۰مه دفعه ۱۴۴مه لګول شوې ده.

د ضلعې انتظامي مشر (ډپټي کمشنر) روښان مسود په یوه جاري کړي بیان کې ویلي چې تر درېوو ورځو به پر موټر سايکل تر یوه تن زیاته سورلۍ نه کوي او د وسلې په ګرځولو به بندیز وي. ځايي چارواکي وايي چې د ګوزڼ روان کمپاين به نن او سبا په دوو برخو کې ترسره کېږي او د یوه پرځای به دوه پوليسوال د ګوزڼ ډلو بدرګه کوي.

یاده دې وي چې پوليسوال ساجد په ډل بهزادي سيمه کې د اتوار ورځې په سهار د ګوزڼ ډلې بدرګه کوله چې د ناڅرګندو وسله والو د برید ښکار شو.

د پوليسو وياند فضل نعيم مشال رېډيو ته ويلي چې د خپل یوه پوليس سرتېري تر وژلو وروسته يې عمليات پیل کړي او ډېر ژر به په پېښه کې تورن کسان ونيول شي. د نوموړي په وینا، د پېښې له ځایه یې د سي سي ټي وي فوټېج اخیستي دي، ځيني نور شواهد هم پوليسو ته په لاس ورغلي او دوه کسان یې نيولي چې پلټنې ترې روانې دي.

لا هم نه ده جوته چې د پولیس د وژنې په پېښه کې څوک ککړ دي او نه هم چا د پېښې مسولیت منلی دی. په خېبر پښتونخوا کې بیا بیا د ګوزڼ پر کارمندانو وسله وال بریدونه کېږي.

د سږ کال په اګست کې هم په جنوبي وزيرستان کې وسله والو د پوليو ډلې پر ساتونکو ډزې وکړې چې يو یې پکې وواژه. بله پېښه هم په دغه مياشت د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې هله وشوه کله چې د ګوزڼ ډلې یو بدرګه پولیس له خپلې دندې بیرته کور ته روان وو. په ياد بريد کې یو ساتونکی ژوبل شوی وو او د میډيا د راپورونو ترمخه د دواړو پېښو ذمه واري تحريک طالبان پاکستان وسله والې ډلې منلې وه.

د کواټ په ګډون د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې د ګوزڼ کمپاين د سېپټېمبر پر ۱۷مه او د هېواد په نورو سيمو کې نن د سېپټېمبر پر ۲۰مه پیل شوی دی. چارواکي وايي چې په روان کمپاين کې به تر څلوېښت میليونو زيات ماشومانو ته د پوليو څاڅکي ورکوي او د دې لپاره يې تر شپاړلس نيم زرو زياتو ډلو ته ذمه واري سپارلې ده.

په پاکستان کې په تېرو څو کلونو کې ډېری ګوزڼ وهلي ماشومان د خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو دي. ځکه خو په دې سیمو کې په دوامداره توګه د پولیو ناروغۍ مخنیوي لپاره د څاڅکو ورکولو کمپاینونه ترسره کېږي چې وخت ناوخته پرې وسله وال بریدونه هم کوي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه یوازېني‌ هېوادونه دي‌ چې لا هم د ګوزڼ ناروغي پکې موجوده ده. دا په داسې حال کې ده چې د صحت چارو لپاره د پاکستاني وزیراعظم ځانګړي سلاکار ډاکټر فیصل سلطان د سېپټېمبر پر ۱۷مه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې وويل، چې په پاکستان کې په تېرو اوو میاشتو کې د ګوزڼ یوه پېښه هم مخې ته نه ده راغلې خو روان کال په پاکستان کې د ګوزڼ اته پېښې رپورټ شوي دي.

XS
SM
MD
LG