د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپایي ټولنه: په افغانستان کې بشري حقونه تر ګواښ لاندې دي


د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر ون برنډت
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر ون برنډت

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر وایي، دغه هېواد کې بشري حقونه تر ګواښ لاندې دي.

سفیر ون برنډت بېګا ماښام پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې تعلیم او کار ته د نه‌لاسرسي حق هغه موضوع ده چې دی یې اندېښمن کړی دی.

نوموړی دا اندېښنه تر هغه وروسته څرګندوي چې د طالبانو په راتګ د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ کچه لوړه شوې ده.

د ښځو د حقونو په برخه کې اندېښنې وروسته تر دې زیاتې شوې چې طالبانو وروستیو کې له شپږم ټولګي پورته ښځینه زده‌کوونکو ته د "شرایطو" تر برابرېدو کور کې د پاته کېدو سپارښتنه وکړه.

کابل کې د دولتي ادارو ځینو ښځینه کارکوونکو ادعا کړې چې کار ته د تګ اجازه نه‌ورکول کېږي.

طالبان بیا وایي، د ښځو د تعلیم او کار حق ته درناوی کوي، خو اوس په دې بوخت دي چې دې برخه کې د خپلو تګلارو له مخې شرایط برابر کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG