د لاسرسي ځای

تازه خبر

داعش په ننګرهار کې په تېرو دوو ورځو د خونړیو حملو ذمه واري ومنله


جلال‌اباد ښار کې د یوې چاودنې په سیمه کې د څېړنو لپاره راټول شوي طالبان
جلال‌اباد ښار کې د یوې چاودنې په سیمه کې د څېړنو لپاره راټول شوي طالبان

د اسلامي دولت ډلې یا داعش په ننګرهار کې په تېرو دوو ورځو کې د خونړیو حملو مسولیت پر غاړه واخیست.

په دغو حملو کې چې د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد کې د شنبې او یکشنبې په ورځو وشوې د طالبانو موټر په نښه شوي و.

د شنبې په ورځ په درېیو جلا چاودنو کې د طالبانو موټر په نښه شوي چې لږترلږه دوه تنه پکې وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي او په یکشنبه هم د طالبانو پریوه موټر په چاودنه کې د یوه ماشوم په ګډون لږترلږه پینځه تنه ووژل شول او یوشمېر نور ټپیان شول.

د اعماق په نوم وېب‌پاڼه کې چې د داعش یوه تبلیغاتي پاڼه بلل کېږي، د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې په دوو بیانونو کې د دواړو ورځو د چاودنو مسؤلیت اخیستی او ادعا یې کړې چې په دې بریدونو کې یې له ۳۰ زیاتو طالبانو ته مرګ‌ژوبلې اړولې.

تر دې وړاندې دې ډلې په کابل کې د اګست میاشتې په وروستو کې د هغه خونړي برید مسولیت اخیستی و چې د کابل په هوایي ډګر کې وشو او د ۱۳ امریکایي سرتېرو په ګډون له ۱۵۰ زیات کسان پکې ووژل شول او په سوونو نور هم پکې ټپیان شول.

په جلال‌اباد کې د داعش د ډلې حملې له هغې وروسته چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېږي، پر طالبانو لومړنۍ شدیدې حملې بلل کېږي. خو طالبان داعش د دوی په ټکو "شر اچوونکې" ډله بولي او وایي ژر به‌ یې ریښې په افغانستان کې وچې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG