د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسرایل وايي، له تښتېدلو شپږ فلسطیني بندیانو یې پاتې دوه هم نیولي


د اسرايل پوځ ويلي چې دوه اوونۍ وړاندي تر سخته څارنه لاندې زندان څخه تښتېدلیو شپږو فلسطيني بنديانو کې پاتي دوه يې هم نيولي دي. (انځور: ارشیف)
د اسرايل پوځ ويلي چې دوه اوونۍ وړاندي تر سخته څارنه لاندې زندان څخه تښتېدلیو شپږو فلسطيني بنديانو کې پاتي دوه يې هم نيولي دي. (انځور: ارشیف)

د اسرايل پوځ ويلي چې دوه اوونۍ وړاندي تر سخته څارنه لاندې زندان څخه تښتېدلیو شپږو فلسطيني بنديانو کې پاتي دوه يې هم نيولي دي.

یاد پوځ د سېپټمبر پر ۱۹مه په بيان کې وويل چې ځانګړو ځواکونو یې د لویدیځې څنډې په شمال کې په جنين کې د عملياتو پرمهال دوه کسان بیرته نیولي دي.

په بيان کې راغلي چې د دوی په وینا، ”له دوو ترهګرو سره" یې هغه دوه نور کسان هم نیولي دي چې له دوی سره یې په تښتېدو کې مرسته کړي وه.

بیان زیاتوي چې څلور واړه کسان يې پوښتنو ګرویږنو لپاره وړي دي.

پر اسرايل د بريدونو په تور نيول شوي هغه شپږ بنديان، د ۲۰۲۱م کال د سېپټبېمبر پر شپږمه له جلبوعه زندانه د سرنګ تر کيندلو وروسته تښتېدلي ول.

تېره اوونۍ اسرايلي ځواکونو د هېواد په شمال کې په پراخو عملياتو کې څلور بنديان نيولي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG