روسیې او د منځنۍ اسیا متحدینو یې د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه کې د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ خبرې پیل کړي دي.
د روسیې په مشرۍ د اجتماعي امنیت تړون د سازمان یا CSTO مشرانو سېپټېمبر پر۱۶مه په دوشنبه کې سره وکتل چې ورپسې به د شانګهای همکارۍ د سازمان غونډه کېږي. چین هم د دغه سازمان غړی دی.
دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې ماسکو او بیجینګ غواړي، په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ۲۰ کلن پوځي ماموریت په پای کې په کابل کې د لوېدیځ تر ملاتړ لاندې د حکومت له چټک پرځېدو څخه وروسته ځان د کلیدي لوبغاړو په توګه ثابت کړي.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د CSTO په سرمشریزه کې د ویډیو کنفرانس له لارې برخه واخېسته.
د هغه د نېږدې کړۍ په همکارانو کې د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ خورېدو له کبله نوموړي ځان له خلکو جلا ساتلی دی.
په دې غونډه کې د ارمینیا، بېلاروس، قازقستان، کرغزستان او تاجکستان مشرانو ګډون وکړ.