د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرانس وايي په افریقا کې یې د داعش وسله والو مشر وژلی دی. 


د فرانس ولسمشر وايي د افریقا په لویه صحرا کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې یو مشر وژلی دی. انځور له ارشيفه
د فرانس ولسمشر وايي د افریقا په لویه صحرا کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې یو مشر وژلی دی. انځور له ارشيفه

د فرانس ولسمشر ويلي چې ځواکونو يې په افریقا کې د داعش وسله والو مشر وژلی دی.

د فرانس ولسمشراېمانول مکرون د سېپټېمبر پر ۱۶ مه) په خپله ټویټر پاڼه په یو بیان کې لیکلي چې د افریقا په لویه صحرا/دښته کې فرانسوي ځواکونو د اسلامي دولت وسله والې ډلې داعش مشر عدنان ابو ولید الصحراوي وژلی دی.

د مکرون په وینا، دا یې د افریقا په ساحل سیمه کې د ترهه ګرۍ ضد جګړه کې یوه بله لویه بریا ده. نوموړي دا نه دي ویلي چې الصحراوي کله او په کوم خاص ځای کې ووژل شو.

الصحراوي په ۲۰۱۷ز کال کې د هغه برید ذمه واري منلې وه چې پکې څلور امریکايي او څلور نایجرياييي پوځیان وژل شوي ول. دا راز الصحراوي په ۲۰۲۰ز کال کې د فرانس د خیریه ادارې د شپږو کارکوونکیو او د هغوی د ډرایور د وژنې امر کړی وو.

د افریقا په لویه صحرا کې داعش په بورکینا فاسو، مالي او نایجر کې فعاله ده چې پکې امنیتي ځواکونه او ولسي خلک په نښه کوي. یاد هېوادونه پخوا د فرانس کالونیانې پاتې شوي دي.

فرانس د افریقا په ساحل سیمه کې د ترهه ګرۍ ضد مبارزې په اولني صف کې دی او په دغه سیمه کې یې ۵۰۰۰ پوځیان میشت دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG