په خیبر پښتونخوا کې له ننه (سېپټېمبر ۱۶مې) تعلیمي ادارې بيا پرانستل شوي دي.
دغه تعليمې ادارې د کورونا وبا څلورمې څپې له وجې بندې کړل شوې وي.
د صوبې د تعلیم وزیر شهرام خان ترکۍ د سېپټېمبر پر ۱۵مه پر خپل فېسبوک پاڼه ورکړي چې د بنو ضلعې پرته د صوبې په ټولو ضلعو کې به سرکاري او نجي تعلیمي ادارې خلاصې وي او ۵۰ فیصده زده کونکي به د اونۍ درې ورځې او باقي ۵۰ فیصده به پاتې درې ورځې خپله حاضري کوي.
صوبایي حکومت یوازې په بنو ضلعه کې د کورونا وایرس مخنیوي په غرض د سېپټېمبر تر ۲۲مې د ټولو تعلیمې ادارو د تړلو اعلان کړی دی.
بلخوا تر دې وړاندې د تعلیم وفاقي وزیر شفقت محمود پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي وو چې د سېپټېمبر له ۱۶ مې به د سکولونو، کالجونو او پوهنتونونو پشمول د هېواد ټولې سرکارې او نجي تعلیمي ادارې پرانستل شي.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې په تېر یوه شواروز کې د کورونا ۳،۲۰۰ مثبتې پېښې رپوټ شوي دي. له دې سره په هغه هېواد کې د کورونا د مثبتو کېسونو شمېر له ۱۲ لکه ۱۵ زرو اوښتی دی خو تر ۱۱ لکه ۱۲ زرو زيات کسان ترې بیرته رغېدلي هم دي.
د سرکاري ووبپاڼې له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۶ کسان له کورونا ناروغۍ مړه شوي دي چې ورسره په پاکستان کې له کورونا وایرسه د مړو شمېر ۲۷،۰۰۴ ته رسېدلی دی.