د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزيرستان په سپلګه کې هدفي برید یو تن وژلی


په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو پرضد په وار وار مظاهرې، پرلت او ولسي غونډې شوي. انځور له ارشيفه
په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو پرضد په وار وار مظاهرې، پرلت او ولسي غونډې شوي. انځور له ارشيفه

په شمالي وزیرستان کې پولیس او ځايي وګړي وايي، د سېپټېمبر پر ۱۵مه د میرامشا په سپلګه سیمه کې وسله والو یو تن سوبيل خان په ډزو ويشتلی او بریدګر یې تښتېدلي دي.

د پولیس په وینا، سوبېل خان یو ځایي اوسېدونکی وو او د وژنکو پرضد يې مقدمه کښلې او پلټنې يې پيل کړې دي.

دا په شمالي وزیرستان کې په ۲۰۲۱ز کال کې ۴۷مه هدفي وژنه ده. تر دې وړاندې د شمالي وزیرستان د ځوانانو تنظیم مشر نور اسلام داوړ په ګډون یوشمېر مهم ځايي وګړي په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي. پروسږ کال هم دغلته ۴۶ هدفي بریدونه رپورټ شوي ول.

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر شفيع الله ګنډه پور د سيپټېمبر پر ۱۳مه له مشال راډیو سره په یوه مرکه کې د هدفي بریدونو په اړه ویلي وو چې دوی د هدفي بریدونو د مخنیوي لپاره کار کوي او ډېر زر به په میرلي کې د ترهګرۍ ضد پولیس تاڼه جوړوي چې پکې مخصوص ځواک به یې د مخنیوي ترڅنګ د امنیت ټینګ ساتلو لپاره کار کوي.

شمالي وزيرستان چې يو وخت ورته د القاعده په ګډون د افغان طالبانو، حقاني شبکې، ازبک وسله والو او پاکستاني طالبانو مرکز ويل کېده، د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کال په جون مياشت کې عمليات وکړل. هغه مهال تر يو مليون زیات کسان بېکوره شول. خو وروسته پوځ ادعا وکړه چې سيمه يې له وسله والو پاکه کړې چې ورسره يې د بېکوره شويو خلکو ستنول هم پيل کړل خو لاهم د وزیرستانونو ګڼ بې کوره وګړي چې لوی شمېر یې د افغانستان په خوست کې میشته دي خپلو مېنو ته نه دي ستانه شوي.

په شمالي وزيرستان کې تر ضرب عضب عملیاتو پس هدفي وژنې پیل شوې چې تر ننه دوام لري. په نښه شوي زیاتره ولسي وګړي دي او کله هم چا د دوی د وژلو ذمه واري نه ده منلې او نه هم په دغو پېښو کې ککړ کسان نیول شوي دي.

پوليسو په وار وار مشال راډيو ته ويلي چې دوی په ځينو سيمو کې ځانګړي عمليات کړي دي.

پښتون ژغورنه غورځنګ او ځايي خلکو په وار وار په وزیرستان کې د روانې بدامنۍ او هدفي وژنو پرضد پراخ احتجاجونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG