د پښتو نومیاتې شاعره او لیکوله د سېپټېمبر پر ۱۴مه په پېښور کې د ناروغۍ له کبله د ۸۳ کالو په عمر وفات شوه.
زیتون بانو په شعر، ادب او نثر ډېر کار کړی او د راډیو او ټي وي لپاره یې هم ډرامې لیکلي دي. نوموړې د پښتو ترڅنګ په اردو ژبه کې هم لیکل کړي دي او تر ۲۴ زیات کتابونه یې چاپ شوي دي.
د هغې د ادبي خدماتو پر سر ورته د پاکستان حکومت د تمغه امتیاز جایزه هم ورکړې وه.
د زیتون بانو جنازه نن( د سېپټېمبر پر ۱۵مه) سهار ۱۰ بجې د پېښور په ورسک روډ سیمه کې وشوه.