انتونیو ګویتېرېش د سېپټېمبر پر ۱۳مه په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په بلنه رابلل شوي کنفرانس ته وويل چې افغانان تر لسیزو جګړو او کړاوونو وروسته تر ټولو سختې شېبې تېروي.
نوموړی وايي، د افغانستان خلک لاسنیوي ته اړتیا لري. تر څو لسیزو جګړو، کړاو او ناامنۍ وروسته ښايي تر ټولو خطرناکو شېبو سره مخامخ شي. نو وخت راغلی چې نړیواله ټولنه د دوی تر څنګ ودرېږي.
که څه هم ملګرو ملتونو د بشرپالنې د مرستو لپاره د څه باندې ۶۰۰ میلیونه ډالرو بسپنې غوښتنه کړې، خو د سېپټېمبر پر ۱۳مه مرستندویو هېوادونو تر یو میلیارد ډالرو د زیاتې بسپنې د ورکړې ژمنه وکړه.
ګویتېرېش خبرداری ورکړ چې د روانې میلادي میاشتې تر پای پورې ښايي په افغانستان کې د خوړو کمښت لا زیات شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام تر دې مخکې ویلي ول چې ۱۴ میلیونه افغانان د سختې لوږې له خطر سره مخامخ دي.
د اګست پر ۱۵مه پر کابل د طالبانو له واکمنېدو پس په افغانستان کې اقتصادي چارې ټکنۍ او د بشري بحران په اړه اندېښنې لا زیاتې شوې.