د امریکا پوځ د هغو توغندیو ازموینې چې شمالي کوریا په تېرو دوو ورځو کې کړې، د دې هېواد ګاونډیانو او نورو ته ګواښ وباله.
د امریکا د هند پېسیفیک قومندانۍ په یوه بیان کې وویل چې د شمالي کوریا دغه فعالیتونه د دې ښکارندویي کوي چې دا هېواد پوځي پروګرام ته پراختیا ورکوي او په دې توګه خپل ګاونډیان او نړیواله ټولنه ګواښي.
شمالي کوریا ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې یې د کروز میزایلو بریالۍ ازموینې کړې او ټاکل شوي د ۱،۵۰۰ کیلومیټره واټن هدفونه یې ویشتلي دي.
پیانګ یانګ دغه نوي توغندي مهمه ستراتېژیکه وسله بولي او وایي چې په دې سره د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون هغه ارمان پوره شو چې د هېواد د پوځي وړتیا پر لا زیاتېدو یې ټینګار کړی دی.