د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا کې له پرله پسې بارانه د سیندونو پر غاړه اباد ولسونه پرېشانه


په ۲۰۱۰ز کال په سوات کې سېلاونو ګڼ پلونه یووړل
په ۲۰۱۰ز کال په سوات کې سېلاونو ګڼ پلونه یووړل

د پاکستان د نورو برخو په څېر په خيبر پښتونخوا کې هم د تېرو څو ورځو بارانونو او سېلابونو خلک پرېشانه کړي.

د خيبر پښتونخوا حکومت د نوښار، چارسدې او شاوخوا سيمو هغو خلکو ته، چې د سيندونو پر غاړو پراته دي، د تيار اوسېدو خبرداری ورکړی دی.

د نوښار او چارسدې ځينې اوسېدونکي وايي، خلک د ۲۰۱۰ز کال د سېلابونو د تباهيو په يادولو په وېره کې دي.

د چارسدې د پاينده خېل نومې کلي، چې د سيند په غاړه پروت دی، يو اوسېدونکي مقصود احمد جان د سېپټمبر پر دويمه مشال راډيو ته وويل چې دوی د حکومت خبرداری جدي نيولی او د ورځې او هم د شپې مهال د اوبو پر سطحې نظر ساتي.

ده زياته کړه چې د کلي خلک يې په سوات کې د زياتو بارانونوخبرې وېرولي دي.

''د پشکال بارانونه موږ ته د ۲۰۱۰ز کال د سېلابونو تباهۍ رايادوي. په تېره ښځې او ماشومانو په ډېره وېره کې وي. دا ځل مو هم چې کله د سوات د طوفاني بارانونو او سېلابونو واورېدل نو په وېره کې شو. موږ درو څلورو سيندونو ته نېږدې پراته يو، چې د حکومت ترڅنګ خلک هم د اوبو کچه څاري. حکومت دا ښه کار کړی چې کلي ته يې بندونه تړلي دي. خلکو د سېلابونو د خبرداري خبره جدي نيولې او د مخکې پرتله زيات بيدار دي.''

د پشکال په بارانونو کې د خيبرپښتونخوا د نوښار ضلعې اوسېدونکي هم په کابل درياب کې د سېلابونو راوتلو له امله اندېښمن وي.

د نوښار د خېشکو يوه پېژندلې څېره فياض خان خېشکی، چې له سندرو ويلو سره سره سياست هم کوي، وايي چې دا ځل د سيمې خلک د درياب د غاړې هغه دېوال ډاډمن کړي چې د صوبې حکومت له نوښاره پيل کړی او تر اټکه د رسولو پلان يې لري.

نوموړی زياتوي چې د سيمې خلکو هم د ممکنه سېلاب په صورت کې خپلې مرستې ته په خپله ملا تړلې.

''د دېوال کارونه، چې حکومت د نړيوال بانک په مالي مرسته پيل کړي، لا هم روان دي. دا له سيمې سره يوه لويه مرسته شوې ده. خلک د سېلاب د خبرداري اعلان زښته وېرولي او د خپلو فصلونو او کورونو غم اخيستي. ځينې سيمې چې زياتې غير محفوظه دي، اوسېدونکو يې خوشې کړې دي. حکومت د “پي ډي اېم اې” په نوم يوه اداره جوړه کړې، خو اغېزمنو خلکو ته پر وخت د مرستو رسولو لپاره حکومت بايد لا ډېر فعاله شي. د سيمې خلک هم تر پخوا زيات ويخ او له يوه او بل سره مرستې ته تیار دي.''

د نوښار ضلعې اسېسټنټ کمېشنر طلحه زبير د سېپټمبر پر دويمه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې په کابل درياب کې د سېلاب راوتلو خطر په کمېدو دی او دا چې دوی ته تر اوسه د کوم غټ ځاني يا مالي تاوان خبر نه دی ورکړل شوی.

''حکومت په نوښار او هم چارسده کې د سيندونو د اوبو کنټرولولو لپاره دېوالونه جوړ کړي دي. مساله دا وه چې دلته په تېرو ورځو کې زيات باران وشو او په کليو او ښاري سيمو کې اوبه ډنډ شوې. دا وخت موږ نه ګڼو چې ګواکې د سېلاب له کوم جدي خطر سره مخامخ يو. خو دا ده چې تيار اوسېږو. چې کله خطر ډېر شي نو ځينې خلک په زوره د هغوی له سيمو وباسو. خو خلک خپله هم د ۲۰۱۰ز کال په پرتله د ممکنه سېلاب له يوه حالت سره د مقابلې لپاره زيات تيار ليدل کېږي. موږ د باران يا سېلاب له لاسه د يو چا د مړينې يا د کوم بل تاوان رپورټونه نه لرو.''

د خيبرپښتونخوا په حکومت کې له قدرتي ناورينونو سره د مبارزې ادارې د سېپټمبر پر لومړۍ نېټه ويلي چې د بارانونو او سېلابونو له وجې په ټوله صوبه کې ۳۰ کسان مړه شوي دي.

د صوبې سرکونو، پلونو او سرکاري ودانيو ته د اوښتي زيان د جاج اخيستو لپاره د چيف سېکرټري په مشرۍ د چارواکو يوه غونډه شوې او د اعلا وزير له امر سره سم په ځپل شويو سيمو کې امدادي کارونه پيل شوي دي.

XS
SM
MD
LG