د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستان سره به دوه اړخيزه تجارت په پاکستانۍ روپو کې کوو: شوکت ترين


د پاکستان د خزانې وزیر شوکت ترين وايي چې حکومت يې له افغانستان سره دوه اړخيزه تجارت په پاکستانۍ روپو کې د کولو پریکړه کړې ده.
د پاکستان د خزانې وزیر شوکت ترين وايي چې حکومت يې له افغانستان سره دوه اړخيزه تجارت په پاکستانۍ روپو کې د کولو پریکړه کړې ده.

د پاکستان د خزانې وزیر شوکت ترين وايي چې حکومت يې له افغانستان سره دوه اړخيزه تجارت په پاکستانۍ روپو کې د کولو پریکړه کړې ده.

نوموړي د سېپټېمبر پر نهمه د اقتصاد په اړه د سېنېټ قايمه کمېټۍ ته وويل چې د طالبانو لخوا د کابل له نيولو وروسته نړيوال بانک، نړيوال مالیاتي صندوق او امریکا د افغانستان د شتمنۍ ذخیرې کنګل کړي نو ځکه اوس له هغه هېواد سره په امریکايي ډالرو کې تجارت ممکن نه دی.

خو د پاکستان او افغانستان د تجارتي خونې مشر خان جان الکوزي د سېپټېمبر پر ۱۰مه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د پاکستاني حکومت د دې پریکړې له امله به د افغانستان اقتصاد په بشپړه توګه د پاکستان په واک کې شي.

"زموږ ټول تجارت به په پاکستانۍ کرنسۍ کې شي. پاکستاني بانکونه به خپلې نمانيدګۍ په افغانستان کې پرانیزي او موږ به له پاکستان څخه هر څه په پاکستانۍ روپو کې اخلو او په افغانستان کې به يې په پاکستانۍ روپو کې خرڅوو."

خان جان الکوزی زياتوي، د څه مودې راهيسې دوه اړخيزه تجارت په ټپه ولاړ وو، او دا ګام د داخلي تجارت لپاره ښه دی خو د بهرني تجارت لپاره ستونزمن دی.

د الکوزي په خبره، په تېره یوه لسیزه کې افغانستان د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره اقتصادي اړيکې جوړې کړې خو په دې پریکړې سره به د اقتصاد په برخه کې له افغانستان سره د پاکستان په بڼه، يوازې یو انتخاب پاتې شي.

اخوا د پا کستان او افغانستان د تجارتي خونې پخوانی مشر زبېر موتي والا د سېپټېمبر پر ۱۰مه له مشال راډيو سره په خبرو کې د افغان تجارانو دغه اندېښنه ناسمه وبلله او زیاته يې کړه چې دا یوه موقتي پرېکړه ده او تر شا يې هيڅ اوږد مهاله هدفونه نشته.

"امریکا دا مهال د افغانستان د ډالرو بانکي حسابونه او ذخيرې کنګل کړي دي. په افغانستان کې د ډالرو کمبوت دی او افغان ولس ته چې د روزمره ژوند تېرولو لپاره د کومو شیانو ضرورت دی، هغه هم له پاکستانه ورځي، ځکه چې له هند څخه افغانستان ته تجارت اوس بند شوی دی، نو پاکستان به هرو مرو د افغان ولس مرسته کوله، او د هغه لپاره په پاکستانۍ روپۍ او افغان کرنسۍ کې دوه اړخیزه تجارت ضروري وو."

د اقتصاد په اړه د پاکستاني سېنېټ قايمه کمېټۍ ته په خپله وينا کې د خزانې وفاقي وزیر شوکت ترین زیاته کړه چې له کله طالبانو کابل نيولی او په هغه هېواد کې بانکي نظام بند شوی، هره ورځ له پاکستانه ۲۰۰ مليونه ډالره انتقاليږي چې له کبله يې د پاکستان د پيسو ذخيرې په کمېدو دي او په پاکستان کې د ډالر په مقابله کې د روپۍ نرخ ورځ تر بلې خرابیږي، نو ځکه يې په موقت ډول دا پرېکړه کړې ده.

خو په پېښور پوهنتون کې د اقتصاد د څانګې مشر ډاکتر زاهد انور د سېپټېمبر پر ۱۰مه مشال راډيو ته وويل چې که دا یوه موقتي پرېکړه وي نو بیا خو بشردوسته پرېکړه ده، خو که دا اوږدمهاله پرېکړه وي نو بیا به يې پر سیمه او نړۍ هم اوږد مهاله اثرات وي.

"کېدای شي دا په دې تناظر کې یوه لنډ مهاله پرېکړه وي چې په افغانستان کې یو انساني ناورين رامنځته نه شي، خو که د دې تر شاه اوږدمهاله مقاصد وي نو بیا به راتلونکي وخت ته انتظار پکار وي، خو دا مهال په افغانستان کې دننه اقتصادي او ټولنيزې ستونزې زياتې شوي نو کېدای شي، دا د هغوی د حل لپاره یو لنډمهاله انتظام وي."

د راپورونو له مخې، دا مهال په افغانستان کې ۴۷.۵ فيصده خلک د غربت تر کرښې لاندې ژوند تېروي، او د هغه هېواد ۴۰ سلنه اقتصاد پر بهرنیو مالي مرستو ولاړ وو. پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته امریکا د هغه هېواد شاوخوا ۱۰ اربه ډالره کنګل کړي دي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې يو شمېر مسولو کسانو د سېپټېمبر پر ۱۰مه د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې دا مهال په هېواد کې هيڅ ډول اقتصادي تګلاره نه ده په ډاګه شوې. دوی پر نړيوالو غږ وکړ چې له افغانستان سره دې تجارتي اړیکې نه پرېکوي.

د پاکستان د حکومت لخوا په پاکستاني کرنسۍ کې د تجارت په اړه تر دا مهاله د طالبانو سرپرست حکومت څه نه دې ويلي.

XS
SM
MD
LG