د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو مزارشریف کې ۱۳ مظاهرچیان نیولي


د سېپټېمبر پر اتمه په کابل کې لسګونه کسان د مظاهرې پر مهال.
د سېپټېمبر پر اتمه په کابل کې لسګونه کسان د مظاهرې پر مهال.

طالبانو د افغانستان د شمالي ولایت بلخ په مرکز کې ۱۳ مظاهره کوونکي نیولي دي.

د سېپټېمبر پر نهمه لسګونه کسان په مزارشریف کې د مقاومت د جبهې په ملاتړ مظاهرې ته وتلي ول چې له ډلې یې یو شمېر ګرفتار شول.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ په اعلامیه کې راغلي چې هر ډول مظاهرې او غونډې باید له مخکې له طالب چارواکو سره همغږې شي.

د مظاهرچیانو له ډلې سمیې فاروق مشال راډیو ته وویل چې طالبانو خلک سره بېل کړل او د خبریالانو په ګډون یې ۱۳ کسان بندیان کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سېپټېمبر پر اتمه ماښام په یوه اعلامیه کې وویل چې د اوس لپاره دې څوک تر هېڅ نوم او عنوان لاندې د مظاهرو جوړېدو هڅه نه کوي.

دوی د تېرو ورځو مظاهرې د "مغرضو کړیو" کار بللی او ویلې یې دي تر دې وروسته باید له اړونده ادارو د مظاهرو اجازه واخیستل شي او کره وخت او ځای یې باید مشخص وي.

په وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په یوشمېر ولایتونو کې سلګونه ښځو او سړیو د طالبانو د تګلارو ضد احتجاجي لاریونونه وکړل.

د طالبانو په بیان کې راغلي، داسې ویره شته چې ځینې کړۍ مظاهره کوونکو ته امنیتي ګواښ پېښ کړي. دوی په بیان کې دا نه ده روښانه کړې چې څوک امنیتي ګواښ پېښولای شي او د هغو کړیو په اړه یې هم سپیناوی نه کړی.

طالبانو په بیان کې زیاته کړې چې سرغړونکی به له "سخت قانوني چلند" سره مخامخ شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG