د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۸۴ کسان مړه شوي


په پېښور کې یوه نرسه یو کس ته د کووېډ-۱۹ واکسینو ستن لګوي - انځور له ارشیفه
په پېښور کې یوه نرسه یو کس ته د کووېډ-۱۹ واکسینو ستن لګوي - انځور له ارشیفه

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له وجې ۸۴ کسان مړه شوي.

له دې سره په هغه هېواد کې د وبا له پیل راهیسې له کووېډ-۱۹ څخه د مړو شمېر ۲۶،۴۹۷ ته ورسېد.

د وبا په اړه حکومتي ووبپاڼې په وینا، د سېپټېمبر نهمې تر سهاره په کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱،۱۹۴،۱۹۸ ته رسېدلی دی. په ملک کې په تېره يوه ورځ کې د کورونا وايرس له ۴،۰۰۰ زيات مثبت کېسونه ثبت شوي دي. خو له کووېډ-۱۹ ناورغۍ ۱،۰۷۶،۱۱۲ کسان بېرته رغېدلي هم دي.

بلخوا په ملک کې د کورونا وايرس واکسيني بهير هم دوام لري.

د کورونا وايرس د څار ملي ادارې (نیشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سېنتر یا اېن سي او سي) پر ووبپاڼه راغلي چې د سېپټېمبر تر نهمې پورې په مجموعي توګه شپږ کروړه ۴۵ لکه او ۵۴ زره کسان واکسين شوي دي. په دې کې دوه کروړ ۵۲ زره کسان په مکمله توګه واکسين شوي او پاتې نورو ته د واکسين لومړي خوراک ورکړل شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG