د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا بهرنیو چارو وزير له یوشمېر هېوادونو سره د افغانستان په اړه خبرې کوي


بلېنکېن د سېپټېمبر پر اتمه په جرمني کې د امریکا پوځي اډې ته تللی. انځور له ارشیفه
بلېنکېن د سېپټېمبر پر اتمه په جرمني کې د امریکا پوځي اډې ته تللی. انځور له ارشیفه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د سېپټېمبر پر اتمه په جرمني کې د هغو هېوادونو له چارواکو سره غږېږي چې تېره میاشت په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له هېواده د تللیو افغانانو د پر ځای کولو هڅې کوي.

بلېنکن د سېپټېمبر پر اتمه له قطره د جرمني په رامشټاین کې د امریکا پوځي اډې ته تللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د سېپټېمبر پر اوومه په کابل کې د سرپرست حکومت اعلان وکړ.

د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د طالبانو د نوي سرپرست حکومت ټول غړي سړي دي.

ملا محمد حسن اخوند د ملګرو ملتونو په تور لېسټ کې هم شامل دی چې پر دغې په امریکا او ځینو نورو هېوادونو کې اندېښنه هم ښوول شوې ده.

په نوي حکومت کې شامل سراج الدین حقاني د امریکا د پلټنو وفاقي ادارې (اېف بي ای) ته مطلوب دی.

طالبانو نوې کابینه پر داسې مهال اعلان کړې چې د افغانستان په ګڼو سیمو کې د سېپټېمبر پر اتمه هم د ښځو په ګډون خلکو تازه مظاهرې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG