د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی د روسیې او اروپا په سفر دی


رابرټ مېلي غواړي چې ایران د ۲۰۱۵ز کال پر اټومي موافقې بشپړ عمل ته وهڅوي - انځور له ارشیفه
رابرټ مېلي غواړي چې ایران د ۲۰۱۵ز کال پر اټومي موافقې بشپړ عمل ته وهڅوي - انځور له ارشیفه

د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی رابرټ مېلي روانه اوونۍ د مسکو او پاریس په سفر دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سېپټېمبر پر اوومه وویل چې مېلي به له روسيو او اروپايي چارواکو سره په ملاقاتونو کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي.

د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویل شوي چې د سېپټېمبر له اوومې څخه تر ۱۰مې پورې په سفر کې به مېلي له روسيو او اروپايي اتحادیانو سره غږیږي چې د ۲۰۱۵ز کال اټومي موافقې شرطونو ته د ستنېدو په اړه ژر یوه موافقه وشي.

د امریکا پخوانی ولسمشر ډانلډ ټرمپ په ۲۰۱۸ز کال کې له هغه اټومي موافقې وتلی وو او پر ایران یې بیا بندیزونه ولګول چې د هیواد اقتصاد یې اغېزمن کړی دی. د دې په غبرګون کې ایران په ورو ورو د اټومي موافقې له شرطونو په شا شواو د اورانیمو غني کول یې پراخ کړي دي.

په عین حال کې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ویلي چې ایران یې ځينو اټومي مرکزونو ته د لاسرسي مخه ډب کړې ده او د ۲۰۱۵ز کال په اټومي موافقه کې له منل شوي کچه یې د اورانیمو غني کولو درجه لوړه کړې. دا خبره ادارې په یو پټ رپورټ کې کړې ده چې غربي خبري اژانسونو یې د سېپټېمبر پر اوومه په اړه خبرونه خپاره کړي.

تهران د دې رپورټونو په غبرګون کې لا څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG