ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن راتلونکې اوونۍ د افغانستان د وضعیت په اړه د کانګرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټۍ ته معلومات ورکړي.
دې کمېټې سېپټېمبر پر اوومه اعلان وکړ چې بلېنکن به د سېپټېمبر پر ۱۴مه د استازو جرګې ته توضیحات وړاندې کړي.
د استازو جرګې یو شمېر رېپبلېکن استازي له افغانستان سره د ولسمشر جو بایډن پر چلند "سخت انتقاد" کوي.
دوی په دې اړه د کانګرس له لوري د یوې څېړونکې کمېټې د جوړېدو غوښتنه کړې خو ډېموکراټان وايي چې یوه ځانګړې کمېټه به د تېرو ۲۰ کلونو د ټول وضعیت په اړه څېړنه وکړي.
همداراز بایډن په بیا بیا له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو د فیصلې دفاع کړې.
بلېنکن به پر داسې مهال د کانګرس استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټۍ ته معلومات ورکوي چې طالبانو د اګست پر ۱۵مه کابل ونیوه او د هغې میاشت تر پایه پورې د امریکا په ګډون یوشمېر غربي هېوادونو خپل وګړي او هغه افغانان له هېواده و ایستل چې ورسره یې کار کړی وو.
د کابل تر نیولو شاوخوا درې اوونۍ وروسته طالبانو د سېپټېمبر پر اوومه سرپرست حکومت اعلان کړ.