د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجشېر کې د مقاومت جبهې ویاند فهیم دشتي وژل شوی


په پنجشېر کې د طالبانو په ضد د مقاومت جبهې ویاند فهیم دشتي - انځور له ارشیفه
په پنجشېر کې د طالبانو په ضد د مقاومت جبهې ویاند فهیم دشتي - انځور له ارشیفه

رسنۍ وايي، په پنجشېر کې د طالبانو پرضد د مقاومت جبهې ویاند فهیم دشتي په جګړه کې وژل شوی دی.

د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې د سېپټېمبر پر پینځمه ماخوستن مهال پر خپله فېسبوک پاڼه د دشتي د وژنې خبر تایید کړی او هغه‌ یې یو ښه خبریال او د خبریالانو ملاتړی یاد کړی دی.

دشتي له تېرو شاوخوا درو لسیزو راهیسې د خبریال په توګه کار کاوه او څو کلونه د افغانستان د خبریالانو د ملي ټولنې اجرایي مشر هم پاتې شوی دی.

دشتي ته یو شمېر نېږدې خبریالانو او د افغانستان ځینو کورنیو رسنیو هم د یکشنبې یا اتوار پر ماخوستن د هغه د وژلو خبرونه خپاره کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG