د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غور کې د پولیسې وژنې غبرګونونه پارولي


په غور کې د یوې پخوانۍ پولیسې وژنې غبرګونونه پارولي دي او د مړینې په اړه یې یوه ویډیو پر ټولنیزو شبکو خپره شوې.

مشال راډیو پر ټولنیزو شبکو د هغې ویډیو د کره والي تصدیق نه شي کولای چې پکې د پولیسې تر مړینې وروسته صحنه ښوول شوې. طالبان وايي، د پېښې پلټنې کوي.

د نګار په نوم د ښځې کورنۍ د سېپېټمبر پر پینځمه وویل چې نوموړې وړمه شپه په غور کې "نامعلومه کسانو" ویشتلې ده.

د هغې پخوانۍ پولیسې د کاکا زوی پیر محمد د سېپټېمبر پر پینځمه مشال راډیو ته وویل چې درې کسانو له پولیسو سره د همکارۍ په تور ووژله.

د نګار کورنۍ وايي چې نوموړې حامله هم وه.

پر ټولنیزو شبکو یوشمېر خلکو د پېښې په غبرګون کې لیکنې کړې دي او تور یې پورې کړی چې طالبانو نګار وژلې.

تر اوسه معلومه نه‌ ده چې د پېښې تر شا د چا لاس دی، خو ځینو خبري اژانسونو د خپلو سرچینو په حواله طالبان د پېښې احتمالي عاملین بللي دي.

د غور لپاره د طالبانو د پوځي کمېسیون مسوول نېک محمد حذیفه مشال راډیو ته ویلي، په دې تړاو یې دوه تنه نیولي او پلټنې یې ترې پیل کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG