د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وایرس په پاکستان کې ۶۱ کسان نور وژلي


د کویډ-۱۹ وایرس وبا په اړه د معلوماتو حکومتي ویبپاڼې د سیپټمبر پر پنځمه لیکلي چې په تېر شواروز کې د کورونا وایرس ۳۷۴۷ پېښې ثبت شوې دي.

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس له وجې ۶۱ کسان نور مړه شوي دي.

په پاکستان کې د کورونا وایرس له وجې تر اوسه ټول ۲۶ زره ۱۷۵ کسان وژل شوي دي.

د کویډ-۱۹ وایرس وبا په اړه د معلوماتو حکومتي ویبپاڼې د سیپټمبر پر پنځمه لیکلي چې په تېر شواروز کې د کورونا وایرس ۳۷۴۷ پېښې ثبت شوې دي.

د ویبپاڼې په لیکنه، له دې سره په دې هېواد کې د وایرس د مثبته کیسونو شمیر له ۱۱ لکه ۷۹ زرو څخه زیات شوی دی.

دغسې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له دې وایرسه ۲۹۴۰ کسان بېرته ښه شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG